په خېبرپښتونخوا صوبه کې په ورګډو کړی شوؤ قبايلي ضلعو کې عدالتونو نن د ګل/دوشنبې په ورځ په رسمي ډول کار پېل کړی دی.
د راپورونو ترمخه د پوليټيکل انتظامیې سره موجودې د زرګونو په شمېره کې قضيې په نوؤ قبايلي ضلعو کې جوړولو عدالتونو ته منتقل کړی شوي دي.
ويل شوي په اووه قبايلي ضلعو کې اووه سيشن ججان، اووه سينئر سېول ججان او ۱۴ اډيشنل سيشن او ضلعي ججان په ځای کړی شوي دي.
تېره اوونۍ د پېښور هايي کورټ مشر قاضي وقار سېټ د يوې اورېدنې په مهال وکیلانو ته امر کړی ؤ چې
"د قبايلي سیمو ټولې مقدمې نوې فعاله کړی شوو عدالتونو ته لېږل شوي دي او اوس دې وکیلان خپلې مقدمې دغو عدالتونو ته یوسي چې د راتلونکي ګل/ دوشنبې د ورځې نه به کار پېل کړي".
د پېښور هايي کورټ په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره د فرورۍ په ۲۵ نېټه د پينځو زنانو په شمول د ۲۸ قاضیانو ټاکل کېدو اعلامیه جاري کړې وه.
د ځايي ميډيا ترمخه د خېبرضلعې دپاره جسټس شاهد خان سيشن او ضلعې جج، د باجوړ دپاره جسټس نصرالله خان، د کرمې دپاره جسټس صلاح الدين، د جنوبي وزيرستان دپاره جسټس کريم ارشد، د اورکزۍ دپاره جسټس اصغر شاه، د مومندو دپاره جسټس اسد حميد او د شمالي وزیرستان دپاره جسټس ممرېز خان په ځای کړی شوي دي.
د پېښور هايکورټ رجسټرار خواجه وجيح الدين د زيارت/پنجشنبې په ورځ ويلي ؤ دا عدالتونه به اوس د قبايلي ضلعو سره په جوختو پرتو نورو ضلعو کې کار پېل کړي او د وخت سره به په قبايلي ضلعو کې د دوي دپاره عدالتونه جوړ شي او بيا به هلته کار پېل کړي.
دا وخت د خېبر ضلعې لپاره په حیات اباد، د مومندو لپاره په شب قدر، د باجوړ لپاره په تېمرګره، د اورکزۍ لپاره هنګو، د کرمې لپاره په ټل، د شمالي وزیرستان لپاره په بنو او د سويلي وزیرستان لپاره په ټانک کې عارضي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.