لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې په خپله خاوره د جېش محمد او نورو ترهګرو پرضد کوټلي ګامونه واخلي، بولټن


د امریکې د ملي امنيت سلاکار جان بولټن ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير سره په ټيليفوني خبرو کې يې هغه ته ويلي "جېش محمد او نورې ترهګرې ډلې چې د پاکستان په خاوره فعاليت لري پرضد دې يې د کوټلو ګامونو ډاډګېرنه وکړي".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي شاه محمود قرېشي د جان بولټن سره د پلوامې د پېښې وروسته د سيمې د حالاتو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

جان بولټن په ټويټر ويلي،

"د پاکستان د بهرنيو چارو وزير قرېشي سره مې په ټيليفوني خبرو کې وويل چې د پاکستان په خاوره فعاليت لرونکي جېش محمد او ترهګرو ډلو پرضد د کوټلو ګامونو ډاډګېرنه وکړي"

نوموړي ويلي د پاکستان "د بهرنيو چارو وزير راته د ټولو ترهګرو پرضد د عملياتو کولو او هند سره د تاؤ تريخوالي کمولو باور راکړی".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي قرېشي امريکايي سلاکار سره په خبرو کې ويلي چې هند په ۲۶م فرورۍ نه يواځې د پاکستان د فضايي حدودو سرغړونه کړې بلکې د ملګرو ملتونو د منشور ضد هم ؤ.

او پاکستان بيا په ۲۷م فرورۍ په خپله دفاع کې ګام پورته کړی ؤ.

هند په ۲۶م فرورۍ ادعا کړې د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بالاکوټ کې يې د جېش محمد کېمپ په نخښه کړی ؤ.

خو له دغې وروسته په دوېمه ورځ پاکستان د هند د دوه الوتکو د خپلې پولې په سرغړونه د رانسکورولو او يو پايلټ د نيولو يې ويلي ؤ.

پاکستان بيا د هند پايلټ خوشی کړی او ويلي يې ؤ د خواخوږۍ په اساس هندي پايلټ پرېږدي.

د بهرنيو چارو دفتر ويلي د امریکايي سلاکار سره د خبرو هدف د پاکستان د هند سره تاؤ تريخوالي په اړوند امریکا خبرول ؤ.

پاکستان ويلي بولټن په سيمه کې د امنيت په اړوند د پاکستان د اخيستو ګامونو او د افغان سولې په عمل کې د رول ستاينه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG