لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هند سره ولاړه ده


د امريکې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو د ګل، دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د هند د بهرنيو چارو سېکتر سره ليدلي او ويلي يې دي امریکا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د هند سره ولاړه ده.

د لیدنې وروسته د بهرنيو چارو وزارت ویلي، په لیدنه کې ويل شوي چې په پلوامه کې د هندي ځواکونو په کاروان د ځانمرګي بريد زمه وار به د قانون منګولو ته راولي.

د هندي کشمير د پلوامه د بريد زمه واري پاکستان مېشتې تندروه ډلې جېش محمد منلې وه.

په ۱۴م فرورۍ د پلوامه په ځانمرګي بريد کې د ۴۰ نه زياته هندي سرتيري وژل شوي وو.

د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت ترمخه دواړه سفارتکار په دې غږېدلي چې پاکستان دې په خپله خاوره د ترهګرو ډلو پرضد په تندۍ سره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پلوامه د بريد وروسته نوي دهلي ويلي ؤ پوځ ته يې پوره اختیار ورکړی چې تندلارو ته د پناه ورکولو په سر اسلام اباد ته سزا ورکړي.

پاکستان د پلوامه په بريد کې خپله ککړتيا رد کړې او د هند نه يې په دغه اړوند ثبوتونه غوښتي وو.

مطبوعاتي راپورونه اندېښنه څرګندوي چې د دواړو ګاونډي ايټمي قوت لرونکو هېوادونو ترمنځ که تاؤ تریخوالی سېوا کيږي او نښته جوړيږي دا د ايټمي وسلو کارېدو پورې رسېدلی شي.

په ۲۶م فرورۍ هند د پاکستان د خېبرپښتونخوا په بالاکوټ کې د جېش محمد د يو کېمپ په نخښه کولو ادعا کړې خو پاکستان ويلي ؤ هندي جنګی الوتکو وسله غورځولې او تښتېدلي دي.

په ۲۷م فرورۍ پاکستان ويلي هندي الوتکو يې د فضايي حدودو سرغړونه کړې او د هند د دوه الوتکو نسکورولو او يو پايلټ د نيولو يې ويلي ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG