لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد په افغانستان کې د دایمي سولې ملاتړ کوي


په کابل کې د پاکستان سفیر هیله ښودلې چې د افغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو اترو ته به په دوحه کې د افغان سولې په تړاو روان مذاکرات لار پرانیزي.

کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان په هغې درې اړخیزه ناسته کې چې پرون د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان،پاکستان او د چین هیوادونو استازو په کې برخه اخیستې وه په قطر کې د سولې روان مذاکرات له اهمیت ډګ وګڼل.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه پاکستان د افغان سولې خبرو اترو سره چې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي مرسته کوي او په دې اړه یې هڅې جاري ساتلي دي.

زاهد نصرالله خان وویل (پاکستان د افغانستان د سولې او ثبات سره مرسته کړې ده، د پاکستان په ګډون ټوله سیمه په قطر کې روانو خبرو ته له دې امله هیله مند دي چې بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي او په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره پاکستان خپلې هڅې جاري ساتلي دي).

د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي په افغانستان کې دایمي سوله هغه مهال راتللی شي چې له توپیري چلند بغیر د ټولو ترهګرو پرضد یو شان مبارزه ترسره شي.

زمان وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو او باور د زیاتوالي لپاره اړینه ده چې داسې عملي ګامونه واخیستل شي چې په هغې سره د ترهګرۍ ضد مبارزه غښتلې شي او د افغان سولې پروسې ته ځواک وروبښي.

په دې درې اړخیزه ناسته کې په کابل کې د چین سفیر لیو جیسنګ د افغانانو په مشرۍ او مالیکیت یې د سولې له روانې پروسې ملاتړ وکړ او وې ویل چې د سیمې او نړۍ هیوادونه دې د افغانستان د سولې په پروسه کې ريښتنې مرسته وکړي او دغه پروسه دې د منفي سیالیو ډګر نه ګرځوي.

د چین سفیر وايي هیواد یې د سولې له پروسې حمایت کوي خو په وینا یې د سولې بین الافغاني خبرو اترو ته باید لار هواره شي.

چین او پاکستان په داسې حال کې یو ځل بیا د افغان سولې له پروسې خپل ملاتړ په ډاګه کړ چې په قطر کې د امریکا متحدو ایالتونو د پلاوي او د طالبانو استازو ترمنځ د سولې رسمي خبرې له نن څخه ۱۵ ورځې وړاندې پېل شوي چې نن د نهې/ سه شنبې په ورځ هم دوام لري خو پایلې يې لا نه دي څرګندې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG