لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د نړۍ دوېم غټ هېواد دی چې د بهر هېوادونو څخه وسلې اخلي


د سويډن يوې څيړنيزې ادارې ويلي، د کال ۲۰۱۴م نه تر ۲۰۱۸م پورې هند د نړۍ دوېم غټ هېواد ؤ چې د نړۍ په ټوله کې يې نهه اعشاريه پينځه فيصده وسله د بهر هېوادونو څخه اخستې ده.

د پاکستان دولتي رسنۍ د سټاک هوم انټرنيشنل پيس ريسرچ انسټيټيوټ په نوم ادارې د کاليز رپوټ په اړوند په خپور کړي خبر کې دغه شمېرې ښودلې دي.

د یادې ادارې ترمخه د سويلي اسيا دغه هېواد هند د نړۍ په هغو پينځه غټو هېوادونو کې يو دی چې د لسيزو راهسې زياتې وسلې د بهر نه اخلي.

د هند په اړوند تازه شمېرې د کال ۲۰۱۴م نه تر کال ۲۰۱۸م پورې يادې کړی شوي دي.

ادارې ويلي هند ۵۸ فيصده وسله د روس څخه غوښتې او د ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۳م پورې دا شمېره ۷۶ فيصده وه.

ويل شوي اسرايل، امریکا او فرانس هغه هېوادونه چې په پينځه کاله موده کې يې هند ته وسلې لېږل سېوا کړي دي.

د رپوټ ترمخه نوي دهلي په وروستيو کې د روس سره د وسلو ځينې نورې سوداګانې لاسليک کړي او نورې يې هم روانې دي.

په دغو لاسليکونو کې د فضا دفاعي نظام، څلور سټيلت فريګېټس، ای کی ۲۰۳ رايفلز، په ليز دوېم ایټمي سب ميرين او د هيلي کاپټرو سودا هم شامله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG