لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ د بلوچستان د سرو زرو او مسو په کانونو کې ونډه غواړي


واشنګټن: بهرنۍ خبري ادارې رویټرز لیکلي، د پاکستان پوځ غواړي چې په نارامه بلوچستان صوبه کې د مسو او سرو زرو په کانونو کې خپله ونډه زیاته کړي.

دغه کانونه د نړۍ له سترو کانونو څخه ګڼل کېږي چې لا تر اوسه هم سرتړلي پاتي دي.

د رېکودک کانونه د لومړي وزیر عمران خان لپاره یوه ازموینه ده چې څه ډول کولای شي د بهرنیو پانګوالو پاملرنه ورته واړوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد هڅه کوي له اقتصادي بحران څخه ووځي.

د بلوچستان ایالت په لسګونو اوسنیو او پخوانیو حکومتي چارواکو چې له دغې پروژې سره اشنايي لري وايي، د رېکودک د راتلونکې په برخه کې پوځ ته هم د یو مهم لوري په سترګه کتل کېږي.

دغه چارواکي وايي، پوځ به نه یواځې دا پرېکړه کوي چې دغه کانونو د کندلو لپاره کوم پانګوال ته سپاري بلکه د پوځ تر واک لاندې د انجینیرانو کمپنۍ اف ډبلیو او ( فرانټیر وارکس اورګنایزېشن) به هم ددغو پانګوالو د ډلې یو غړی وي.

د بلوچستان یو لوړ پوړي حکومتي چارواکي وویل: "دا کانونه به اوس د جي اچ کیو لخوا اداره کېږي."

جي اچ کیو یا جنرل هېد کوارټرز د پوځ د قوماندې مرکز دی چې په راولپېندۍ کې دی.

د پاکستان د پوځ ویاند د رېکودک په اړه د رویټرز خبري رسنۍ د پوښتنو په ځواب کې په یو بیان کې ویلي دي:

"پوځ به ښايي د ملي اړتیاو له مخې یواځې د رېکودک په حکومتي پراختیايي پلان کې برخه واخلي.

په بیان کې دا هم راغلي دي، چې اف ډبلیو او، د پاکستان په لېرې پرتو سرحدي سیمو کې د سړکونو په جوړولو باندې مشهوره ده چې په دې وروستیو کلونو کې یې د کانونو د کندلو په برخه کې هم خپلې وړتیاوې زیاتې کړې دي او دې ته لیواله دي چې په دغې پروژه کې برخه واخلي.

په بیان کې دا هم ویل شوي دي که چېرې په رېکودک کې د ګډون موقع رامنځ ته شوه نو اف ډبلیو او به له نورو سیالو کمپنیو سره مناسبه ونډه واخلي.

خو کله چې ترې ددغه بیان په اړه د نور سپیناوي غوښتنه وشوه نو هغه د نور څه ویلو څخه ډډه وکړه.

رویټرز د پاکستان د معلوماتو د وزیر فواد چودري له خولې ویلي چې د ترهګرۍ ځپلي بلوچستان په رېکودک کې ملکي چارواکو د رېکودک واک درلود او اوس به دی له خان سره په ګډه یوه پرېکړه وکړي او زیاته یې کړه پوځ او نور ټول مهم لوبغاړي او شریکان ځانګړی اهمیت لري.

د راپور له مخې کله چې له اف ډبلیو او څخه وپوښتل شول نو هغوی پوښتنې د پوځ ویاند ته مخکې کړې.

د عمران خان ویاند افتخار دراني هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او وویل چې د بلوچستان ایالت د رېکودک مشري کوله نو له همدې امله له هغوی او د پوځ له ویاند څخه باید پوښتنې وشي.

د دې پروژې ترشاه د پوځ له دې فعالیتونو داسې ښکاري چې پوځ چې په تاریخي توګه د پاکستان د امنیت او بهرني سیاست مسول وو اوس هڅه کوي په ملکي ادارو حتی د صوبو په کچه هم خپل اغیز وساتي او ددغه هېواد په سوداګریزو چارو کې هم د خپلې ونډې د زیاتېدو تنده لري.

د پاکستان پوځ نږدې د خپل تاریخ نیمايي وخت ددغه اټومي هېواد واکمني وکړه او داسې ښکاري چې د عمران خان په دغه نوي حکومت کې یې اغیز ډېر زیات دی که څه هم د پوځ ویاند په دې اړه د تبصرې کولو ډډه وکړه.

د مېلېټري انک په نامه د یو کتاب لیکواله عایشه صدیقه وايي، پوځ مخکینی سیټ (څوکۍ) نیولې ده او هغه په دې معنی چې پاکستان په سوداګرۍ برخه کې خپله ځانګړې ونډه ولري.

اغلې صدیقه وايي، دوی پوهېږی چې د یو ځواکمن پوځ لپاره اقتصاد ضروري دی او د اقتصاد کنټرولول هم پوځ ته په خپلو سوداګریزو موخو کې برلاسی ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG