لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان قامي اسامبلۍ په شرابو باندې بشپړ بندیز رد کړ


واشنګټن: د پاکستان د قامي اسامبلۍ قایمه کمېټې د نهې یا سې شنبې په ورځ د دغه هېواد په ایین (اساسي قانون) کې د هغه ترمیم مخالفت وکړ چې له مخې یې په دغه هېواد کې د شرابو په څښلو باندې د بشپړ بندیز غوښتنه شوې وه.

ددغه ایيني ترمیم مسوده د تحریک انصاف (پي ټي آی) او د یو هندو وکیل ډاکټر رمیش کومار لخوا وړاندې شوې وه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغه قانوني مسوده کومي رښتینې موخې نه لري او یواځې د ځان ښودلو لپاره چمتو شوې ده.

ډاکټر رمېش له پارلمان څخه غوښتي وو چې د اساسي قانون ۳۷ ماده دې بدله کړای شي په کومه کې چې په دغه هېواد کې لږکیو ته د شرابو د څښلو اجازه ورکړل شوې ده.

هغه غوښتي و چې له هندي ټولنې څخه دې د شرابو د کاروبار لایسنس واخېستل شي ځکه دده په وینا دا د هغوی د مذهب د لارښونو سره په ټکر کې دي.

د هندوانو دغه وکیل له حکومت څخه وغوښتل چې په دغې قانوني مسودې دې بیا غور وشي.

په ورته وخت کې د مسیحیانو له ټولنې څخه د شونیلا رت په نامه د قامي اسامبلۍ غړې هم د شرابو په څښلو باندې د بندیز لګولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی په دین کې هم شراب منع کړای شوي دي.

په قامي اسامبلۍ کې ددغه قانوني ترمیم مخالف غړي مالک فاروق اعظم له وکیلانو څخه وغوښتل چې پنډورا باکس دې ددې لپاره نه پرانیزي چې یواځې د رسنیو پاملرنه ځانه ته واړوي.

د بشیر وېرک په نامه یو بل وکیل هم دغه قانوني مسوده رد کړې ده او ویلي چې له دې سره به په نړیواله توګه د پاکستان سپکاوی وشي.

XS
SM
MD
LG