لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي عدالت ته په پينځه ساعتونو کې رسي


د جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وایي د قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډېدو او د سيمې دپاره عدالتونو جوړېدو ته خوشحاله دي خو عدالت ترې ډېر لرې جوړ کړی شوی دی.

د جنوبي وزيرستان وزيرستان لومړی تن سمیع الله چې خپله قضيه يې عدالت ته وړلې وايي د کلونو راهسې غوښتنه يې ومنل شوه او د انصاف ترلاسه کېدو تمې يې پېدا شوې چې په سيمه کې عدالتونو په سيمه کې جوړ شو.

خو نوموړی وايي د واڼا څخه يې څلور ساعته سفر کړی او په ټانک کې پوليټيکل کمپاؤنډ چرته چې عدالت جوړ شوی هلته رسېدلي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوي غوښتل چې په سيمه کې د تور قانون نه خلاص شي او انصاف ورته ورکړی شي.

هغه وويل دوي غواړي چې د عدالت سره دې د پاکستان د نورو خلکو ته ورکول کېدونکي ټول حقونه دې دوي ته هم ورکړی شي.

هغه وويل عدالتونه دې بايد په خپلو علاقو کې جوړ کړی شي او هلته د پوليس نظام جوړ شي او خپلې تاڼې دې ورته جوړې کړی شي.

يو وکيل شېرپاؤ وايي هغه خوشحاله دی چې د سيمې خلکو ته د انصاف ترلاسه کېدو دپاره عدالتونه جوړ شو او دا قبايلي سيمو خلک د تور قانون نه خلاص شو.

هغه وويل د پاکستان ټول قوانين سره د پولیس په سيمه کې په ځای کېدل پکار دي او د مرستيال کمشنر په ځای دې د امنيت دپاره د پوليس يا خاصه دارو خپل مشران په علاقو کې وټاکل شي.

يو بل وکيل کلیم وويل که څه هم دا وخت په سيمه کې د وکیلانو شمېره کمه ده خو د وخت سره چې دلته عدالتي نظام غځيږي نو وکيلان به هم ورسره سېوا شي.

هغه وويل قبايلي سيمو ته عدالتي نظام ورکول يو ښه عمل دی او که څه هم لږ ډېر مشکلات وي هغه به هم د مينځه لاړ شي د دوي اصل غوښتنه د انصاف وه.

د جنوبي وزيرستان دپاره سيشن او ضلعي جج کريم ارشد وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل د علاقې دپاره يو سېول او دوه اډيشنل سېول ججان په ځای کړی شوي دي او دوي دلته په ټانک کې په عارضي ډول په عدالت کې کار پېل کړی دی.

هغه وويل د وخت تېرېدو سره به دغه عدالتونو خپله متعلقه علاقو ته منتقل کړی شي او د خلکو د لري والي مسله به ورسره ختمه شي.

د ګل/ دوشنبې په ورځ د قبايلي سيمو دپاره جوړو عدالتونو په رسمي ډول کار پېل کړی دی.

د پېښور هايي کورټ لخوا په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره د فرورۍ په ۲۵ نېټه د پينځو زنانو په شمول د ۲۸قاضیانو ټاکل کېدو اعلامیه جاري کړې وه.

دا وخت د خېبر ضلعې لپاره په حیات اباد، د مومندو لپاره په شب قدر، د باجوړ لپاره په تېمرګره، د اورکزۍ لپاره هنګو، د کرمې لپاره په ټل، د شمالي وزیرستان لپاره په بنو او د سويلي وزیرستان لپاره په ټانک کې عارضي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG