لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د جېش محمد نه د سيمې امن ته خطره ده، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت


د امريکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي جېش محمد ډله په يو شمېر ترهګرو بريدونو کې ککړه ده او سيمه ييزه سولې او ثبات ته ترې خطره ده.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند رابرټ پلاډينو د نهې/ سه شنبې په ورځ دغه خبره کړې ده.

هغه ويلي مسعود اظهر د جېش محمد جوړؤنکی مشر دی او ملګرو ملتونو هغه ترهګر ګرځولی دی.

د فرورۍ په میاشت کې د هندي کشمير په پلوامه کې په هندي ځواکونو ځانمرګي برید کې د ۴۰ نه سرتيري وژل شوي او جېش محمد يې زمه واري منلې وه.

پاکستان دغه ډله په کال ۲۰۰۲م کې لاقانونه ګرځولې وه.

د امریکې د بهرنيو چارو مرستیال وياند د ترهګرۍ پرضد هڅو په اړوند ويلي چې امریکا او هند نزدې مرستې کوي او په دغو هڅو کې ملګري ملتونه هم شامل دي.

هغه ويلي د جېش محمد او د دغه ډلې په اړوند د امریکا دريځ ټولو ته مالوم دی.

هغه زیاته کړې تر څو پورې چې د ملګرو ملتونو د بندېزونو د کمېټۍ تعلق دی نو د دې کمېټۍ عملیات په پټه ساتل کیږي ځکه دوي په دغه اړوند بيان نه ورکوي.

خو نوموړي ويلي دوي (امریکا) د بندېزونو د کمېټۍ سره په ګډه کار دوامداره ساتي چې د ترهګرۍ په اړوند فهرست سم وي.

XS
SM
MD
LG