د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف ګوند تور لګولی چې په تېر وخت کې دا ډله د ترهګرو ملاتړه پاتې شوې ده.
نوموړي په کراچۍ کې خبري غونډې ته په وېنا کې په وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې په سمدستي ډول د خپلې کابينې څخه درې وزيران لرې کړي ځکه چې د دوي تعلق د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره پاتې شوی دی.
هغه د نوم اخیستو پرته وويل د حکومت درې وزیران چې هر څه يې په ريکارډ دي چې د لاقانونه ګرځول ډلو سره یې اړیکې پاتې شوې دي.
هغه وويل يو بل وزير چې ويډيو په ټولنيزو رسنیو خوره ده هغه پکې وايي چې څو پورې د تحريک انصاف حکومت وي د هغې وخته پورې يوه ځانګړې لاقانونه ګرځولې شوې ډلې پرضد ګام نه شي پورته کولی او تر څو پورې په کابينه کې د دې ذهن خلک موجود وي د لاقانونه ګرځول ډلو پرضد څوک ګام نه شي پورته کولی.
هغه زياته کړه يو بل وزير چې دا یې ريکارډ دي چې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو دپاره يې روزنيزو مرکزونو کې لاس لرل.
دا درې وزيران دې عمران خان د خپلې کابينې څخه لرې کړي د هغې وروسته به اپوزيشن ومني چې دوي په رښتيا د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد ګامونه پورته کوي.
بلاول بټو زرداري د تحريک انصاف په حکومت نیوکې په داسې حال کې کړي چې په وروستيو کې حکومت جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن ډلې لاقانونه ګرځولي او د يو شمېر تندروه ډلو د مرکزونو، مدرسو او جماتونو په ولقه کې يې د اخيستو ويلي او د دوي د ګڼ شمېرو غړیو د نيولو یې ويلي دي.
حکومت وايي د ترهګرۍ پرضد قامي تګلارې لاندې يې دا ګامونه پورته کړي دي.
بلاول وويل دوي خبر دي چې لاقانونه ګرځول شوې ډلې په انتخاباتو کې د پي ټي ايي ملاتړې وې او د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې سرغړونه يواځې د انتخاباتو په مهال شوې او لاقانونه ګرځول شوې ډلې د پي ټي ايي د ملاتړ دپاره راوستل شوې وې.
نوموړي زياته کړه په ملک کې احتساب د اپوزيشن مخالفه/ ګوندونو دپاره دی او يواځې اپوزيشن نه، هرهغه څوک چې په حکومت تنقيد کوي هغه که يو بلاګر وي يا د قبايلي سيمې یو ځوان، د هغه پرضد ټول رياست کارول کیږي او د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو دپاره اېن ار او ده.
هغه وويل په عدالتونو کې هم د لاقانونه ګرځول شوؤ پرضد فېصلې نه ورکول کيږي.
د پيپلز ګوند مشر زیاته کړه زمونږ غوښتنه ده د ترهګرۍ پرضد په قامي تګلاره دې عمل وشي او پاکستان دې بچ کړی شي او که وزیراعظم (عمران خان) د اپوزيشن پرضد خبره کولی شي او اقدام کولی شي او د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو او مودي (د هند د وزیراعظم) پرضد اقدام نه شي کولی نو په نيت به يې شک کولی شي.
بلاول وويل د انتخاباتو په وخت د ملي مسلم ليګ کردار ستاسو په وړاندې دی او بېلابيلې لاقانونه ګرځول شوې ډلې د پي ټي ايي د ګټې دپاره راوستل شوې وې.
هغه د خزانې د وزيراسد عمر نوم واخيستو او وې ويل چې د يوې لاقانونه ګرځول شوې ډلې مشر په ميډيا راځي او د پي ټي ايي د ملاتړ اعلان کوي نو په داسې حالاتو کې بيا څنګه ومنل شي چې د پي ټي ايي حکومت د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو پرضد ګامونه اخلي.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت د تندروه ډلوپرضد ګامونه په داسې مهال پورته کړي چې د فرورۍ په مياشت کې په هندي کشمير کې د پلوامه د بريد وروسته نه يواځې هند بلکې امریکا هم په پاکستان غږ کړی چې په خپله خاوره د ټولو ترهګرو ډلو پرضد عمليات وکړي.
د پي ټي ايي حکومت وايي تازه عمليات يې د چا د فشار له امله نه بلکې د قامي تګلارې لاندې اوچت کړي دي.