لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: که مو ریاست پینځه غوښتنې ومني هم خو د ارمان لوڼي لپاره به انصاف غواړو


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه ممکنه وژل شوي مشر ارمان لوڼي څلوېښتي د پاکستان د مرکز اسلام اباد، پېښور، کوټې او کراچۍ په ګډون د دې هېواد په نورو ښارونو، افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ولمانځل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په اسلام اباد کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د ارمان لوڼي ایف ای آر چې تر اوسه نه دی درج شوی، دا له دوی [پي ټي ایم] سره د ریاست د پالیسۍ څرګندونه کوي. وایي که پوځ وغواړي نو دا ایف ای آر به په یوه ورځ کې درج شي:

"ریاستي ادارې غواړي چې پي ټي ایم د غدار په توګه وپېژني او بیا به یې په ښه انداز وځپي، خو داسې نه وي چې دوی پخپله وځپل شي، موږ اوس هم له ریاسته په نرمه ژبه غواړو چې سمې لارې ته راشي او خلکو ته ذهني، جسماني، سیاسي او ټولنیز تکلیفونه ور نه کړي".

منظور پښتین وویل کلبوشن یادېو په پاکستان کې د جاسوسۍ او ترهګرۍ په تور ونیول شو، خو نه په غیرعدالتي توګه و وژل شو او نه بې درکه کړل شو، بلکې عدالت ته وړاندې شو:

"موږ پاکستان چې کوم حقوق د هند پوځ او خفیه ادارو ته ورکوي هغه دې پښتنو ته هم ورکړي، په غیرعدالتي توګه دې نه وژل کېږي".

د پاکستان پوځ او حکومت په وروستیو کې ویلي، د ټولنیزو رسنیو له لارې د پاکستان د ریاستي ادارو په ضد آنلاین جګړه یا ففت جنرېشن وار کېږي، چې د سیاسي څېړونکو په نظر اشاره یې پښتون ژغورنې غورځنګ ته ده. منظور پښتین وویل، کله چې دوی په غیرعدالتي توګه د خپلو وژل شویو خلکو لپاره انصاف غواړي، نو ریاست یې ففت جنرېشن وار ګڼي.

منظور پښتین وویل، که ریاست د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې پینځه غوښتنې ومني هم، خو چې تر څو د ارمان لوڼي کورنۍ ته انصاف نه وي ورکړل شوی، دوی به خپله مبارزه روانه ساتي.

د بشري حقونو فعالې او سیاستوالې بشری ګوهر هم د اسلام اباد غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ، چې ارمان لوڼي ریاست وژلی دی ځکه ورباندې پرده اچول غواړي، خو وایي دوی به تر هغه وخته ارام نه کښېني چې انصاف نه وي شوی:

"زموږ غوښتنه دا ده چې د ارمان لوڼي ایف ای آر دې زر تر زره درج شي، که نه درج کېږي نو پکار ده چې په ضد یې احتجاج وشي".

د پیپلز ګوند یوه مشر پخواني سنېټر فرحت الله بابر هم غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل کومه خبره چې پي ټي ایم یو کال وړاندې کوله هغه اوس د پلوامه تر پېښې وروسته د ریاست ادارې هم کوي چې ترهګر تنظیمونه د پاکستان د سلامتۍ لپاره خطره ده:

"زه له ریاسته غواړم چې پي ټي ایم تاسې دوښمن مه ګڼئ، پي ټي ایم تاسو ته ستاسو دوښمن ښودلی دی، له دوی سره خبرې وکړئ او له دېوال سره یې مه لګوئ او له پښتنو سیاسي مشرانو هم غواړم چې د ریاست او پي ټي ایم تر منځ د خبرو بندوبست وکړئ".

د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ تر اوسه د ارمان لوڼي د وژنې په اړه کوم دریځ نه دی څرګند کړی، خو د بلوچستان صوبایي حکومت وایي، تر څو چې د ارمان لوڼي د وژنې پوسټ مارټم بشپړ رپوټ مخې ته نه وي راغلی، تر هغه وخته د چا په ضد مقدمه نه شي درج کولای.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG