لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هائیکورټ دسفري بندیز نوملړ نه دګلالۍ اسمعیل دنوم ویستلو امر وکړو


اسلام اباد هائیکورټ د سفري بندیز دنوملړ )ای سی ایل( نه د پښتنې مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل دنوم ویستلو امر کړی خو ددې ترڅنګ یې ویلي چې دکورنیو چارو وزارت دایي ایس ایي د وړاندیزونو په رڼا کې دهغې پاسپورټ ضبط کولی یا نور مناسب ګامونه اخستی شي.

دپاکستان حکومت تیرکال په ګلالۍ اسماعیل د ریاست مخالفه فعالیتونو تورونه لګولي وؤ اؤ دهغې نوم یې دسفري بندیز په نوملړ کې اچولی ؤ .

دسفري بندیزونو په ضد ګلالۍ اسماعیل اسلام اباد هائیکورټ ته مراجعه کړې وه دهغې د خواست اوریدنې په مهال تیر کال اسلام اباد هائیکورټ ته ویل شوي وؤ چې دګلالۍ اسماعیل نوم د استخباراتي شبکې ایي ایس په وینا ای سي ایل کې اچول شوی دی.

د پښتونخوا دصوابۍ سیمې سره تعلق لرونکې مدني فعاله ګلالۍ اسماعیل د میرمنو دبیدارۍ د یو غیر دولتي سازمان مشري پغاړه لري خو په دې نزدې وختونو کې هغې دپښتنو دناقانونه وژنو اؤ بې درکه کولو په ضد هم په ګڼو مهمو فورمونو غږ پورته کړی دی.

اسلام اباد هائیکورټ کې دګلالۍ اسماعیل دخواست اوریدنې په مهال د هغې وکیل محکمې ته ویلي وؤ چې نه خو پر ګلالۍ څه مقدمه درج ده اؤ نه په کوم جرم کې ککړه ده خو دهغې باوجود برتانیې څخه وطن ته په راستنیدو ولکه کې اخستل شوې وه.

پخپل خواست کې ګلالۍ اسماعیل دخپل پاسپورټ اؤ سفري کاغذونو هغې ته د بیرته سپارلو غوښتنه کړې چې ایف ایي ای ترې تیر کال په ۱۲م اکتوبر پاکستان ته په رارسیدلو ضبط کړي وؤ .

خواست کې ویل شوي وؤ چې ایف ایي ای وطن ته په راتګ ګلالۍ اسماعیل دپښتون ژغورنې غورځنګ سره د تړاؤ اؤ د ریاست په ضد دتقریرونو په تور ولکه کې اخستې وه خو هغه په وطن مئینه پاکستانۍ ده اؤ کله یې هم دریاست په ضد فعالیتونه نه دي کړي.

هغې دعدالت څخه غوښتنه کړې چې نوم یې باید د سفري بندیزونو دنوملړ څخه وویستل شي اؤ خپل پاسپورټ دې ورته ورته بیرته وسپارل شي.

محکمې په دغه خواست سږکال په ۱۰مه جنورۍ خپله پرېکړه خوندي کړې وه اؤ نن دغه پرېکړه دهائیکورټ جج عامر فاروق اورولې ده چې پکې ګلالۍ اسماعیل ته دخپل پاسپورټ سپارلو اؤ دهغې نوم د سفري بندیز دنوملړ نه د ویستلو امر شوی دی.

هائیکورټ پخپله پرېکړه کې ویلي چې دکورنیو چارو د وزارت مدعي دهیواد مخالفه فعالیتونو دتورونو رڼا کې د ایي ایس ایي په وړاندیزونو مناسب ګامونه اخستی شي اؤ د قانون لاندې دهغې پاسپورټ هم ضبط کولی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG