لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"مخکې هم د پي ټي اېم کلکه ملاتړې ووم او بيا به هم يم"، ګلالۍ اسماعيل


د مدني حقونو فعاله ګلالۍ اسماعيل وايي، "د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د اصولو په بنياد ولاړه ده او د هغې ملاتړ به تل د پي ټي اېم سره وي".

ګلالۍ او د پي ټي اېم مشرانو د اسلام اباد هايکورټ فېصله ستايلې چې د هغې نوم يې د سفري بندېزونو د نوملړ څخه ويستلو امر کړی دی.

اسلام اباد هایکورټ نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د ګلالۍ اسماعيل نوم د سفري بندېزونو د نوملړ (اي سي اېل) څخه د ويستلو امر کړی خو ورسره یې ويلي چې د کورنیو چارو وزارت د استخباراتي ادارې (ایي اېس ایي) د وړاندیزونو په رڼا کې د هغې پاسپورټ ضبط کولی یا نور مناسب ګامونه اخستی شي.

د پاکستان حکومت تېر کال په ګلالۍ اسماعیل د ریاست مخالفه فعالیتونو تورونه لګولي وو او د هغې نوم یې د سفري بندیز په نوملړ کې اچولی ؤ.

ګلالۍ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل، "عدالت په خپله فېصله کې دا خبره ډېره واضحه کړې ده چې دا نوم په غېر قانوني طريقې سره په اي سي اېل کې اچول شوی او په فېصله کې ويل شوي چې د چا نه پاسپورټ ضبط کول کيږي نو هغوي ته دې حق ورکړی شي او د هغوي خبره دې هم واورېدی شي".

ګلالۍ وويل د اصولو په بنياد د پي ټي اېم سره ولاړه ده ځکه چې هغه د بشري حقونو فعاله ده او هغې د هر هغه چا ملاتړ کړی چې د بشري حقونو خبره یې کړې ده.

"زما ملاتړ نه ختم شوی نه به ختميږي او نه به کميږي، ما مخکې هم ډېر کلک ملاتړ کړی دی د پي ټي اېم، او په راتلونکې وخت کې به يې هم کلکه ملاتړې يم".

د سفري بندیزونو په ضد پښتنې فعالې ګلالۍ اسماعیل اسلام اباد هایکورټ ته مراجعه کړې وه او د هغې د خواست اوریدنې په مهال تېر کال اسلام اباد هایکورټ ته ویل شوي ؤ چې د ګلالۍ نوم د ايي اېس ايي په وېنا په اي سي اېل کې اچول شوی دی.

د ګلالۍ په اړوند د اسلام اباد هايکورټ د فېصلې په غبرګون کې د پي ټي اېم د مرکزي کمېټۍ غړی بلال مسيد وايي دوي د عدالت د دې فېصلې هر کلی کوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دوی د فېصلې هر کلي کوي خو دا د دوي سره زياتی شوی ؤ،

"دا د ګلالۍ او د پي ټي اېم سره ښېګړه نه ده شوې دوي داسې کومه ګناه نه وه کړې، دا ښه وشو چې ګلالۍ د اي سي اېل څخه لرې کړی شوه خو د پي ټي اېم چې څومره غړي نیول شوي د دوی سره زياتی شوی دی".

د پي ټي اېم د شمېرو ترمخه دا وخت د غورځنګ د ۱۲ غړو نومونه په اي سي اېل کې دي او دوي د عدالت نه هيله لري چې د نورو کسانو نومونه به هم د اي سي اېل څخه اوباسي.

XS
SM
MD
LG