لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د بشري حقونو په راپور کې په سعودي، ایران او چین هم نیوکې شوي


واشنګټن: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په برخه کې د خپل ۲۰۱۸ کال په راپور کې ویلي، له بشري حقونو څخه سرغړونه اوس هم په هغو هېوادونو کې روانه ده په کومو کې چې له پخوا څخه اندېښنې وې.

په دغه راپور کې د جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي عربستان حکومت غندل شوی خو بیا هم ددغې پېښې تر شاه د ستر مشکوک ولیعهد محمد بن سلمان نوم نه دی یاد شوی.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو له څانګې څخه مایکل کوزاک وايي، امریکا په سعودي عربستان باندې فشار راوړی تر څو ددغه مرګ تر شاه لاس لرونکي ومومي.

" تر اوسه پورې ددغې پېښې په اړه پلټنې له هېڅ پلوه نه دې بشپړې شوي. داسې لکه چې د فلم په منځنۍ برخه کې چې یو. هیله لرو چې مونږ به روښانه حقیقتونه ترلاسه کړو چې څوک ددغې پېښې تر شا و. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، امریکا له بشري حقونو څخه د تیري مسلې له ملګرو سره هم داسې څاري لکه له نورو سره یې چې کوي.

"زمونږ هر وخت موخه دا وي چې د بشري حقونو په برخه کې ننګونې او ستونزې ومومو او بیا د امریکا له اغېز او زور څخه په کار اخېستلو باندې په هر هېواد کې د غوره حالاتو پر لور ګام پورته کوو او د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې سخت ټینګار کوو."

په دغه راپور کې د ایران د بشري حقونو د مشهورې وکیلې نسرین ستوده کېسه هم راخېستل شوې.

نسرین په تېر جون میاشت کې نیول شوې او بیا په ۳۸ کاله بند او ۱۴۸ دورو وهلو باندې محکومه شوې.

د بهرنیو چارو له وزارت څخه رابړټ پلډېنو وویل:

"دغه محاکمه ډېره له ظلم څخه ډکه وه. د هغې ټول جرم دا وه چې ایراني مېرمنو ته یې د حقونو پوهه ورکوله او له هغو ایرانیو مېرمنو څخه یې دفاع کوله کومې چې د جبري حجاب د قانون پر ضد د سولیز لاریون پرمهال لخوا نیول شوې وې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ځانګړي توګه په چین کې له مسلمانو لږکیو سره روان چلند ته هم ګوته نیولې.

"نن ورځ تر یو میلیون زیات ایغوریان، قزاقیان او نور مسلمانان په داسې روزنیزو کمپونو کې اچول شوي تر څو مذهبي او نژادي پېژندګلو یې پاکه کړای شي. "

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په وینزویلا کې له محکمې پرته وژنې کېږي، ازادي نشته او په سیاست کې برخه اخېستلو باندې بندیزونه دي.

مایکل کوزاک وايي:

"په وینزویلا کې د بشري حقونو حالت ډېر خراب دی. زه فکر کوم چې په دې اړه اسناد په سمه توګه په دې راپور کې راټول شوي خو دا راپور یواځې د تېر کال تر پایه پورې حالاتو باندې لیکل شوی خو له هغې څخه راوروسته حالات نور هم خراب شوي دي. "

څېړونکي او ناقدین د امریکا د حکومت لخوا د بشري حقونو په راپورونو باندې بیا هم نیوکې کوي چې د هغو بشري تېریو په اړه کافي خبرې پکې نه شته د کومو له امله چې ښځې او جونې په خورا زیاته کچه اغیزمنې کېږي.

XS
SM
MD
LG