لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسعود اظهر ترهګر پېژندلو مخنیوي په ضد هندي تاجرانو د چینایي مصنوعاتو د بایکات غږ کړی


India BRICS Summit
India BRICS Summit

واشنګټن ــــ د هندي تاجرانو تر ټولو غټې اتحادیې او یوه بااثره هندو ملتپال ګوند له چینایي مصنوعاتو څخه له دې کبله د بایکاټ اعلان کړی دی، چې په ملګرو ملتونو کې یې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر په ضد د قرارداد منظورېدلو مخه نیولې ده.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې "د ټولو هندي تاجرانو اتحادیې" (سي اې ای ټي)- چې وایي د 70 میلینه تاجرانو استازیتوب کوي، ویلي دوی به چین ته "د سبق ور ښوولو" په خاطر د مارچ په 19مه د دې هېواد مصنوعات و سوځوي.

چین پرون په څلورم ځل د ملګرو ملتونو د هغه قرارداد مخه ونیوله، چې د امریکې، برتانیې او فرانس له خوا وړاندې شوی وو او مقصد یې د مسعود اظهر نوم د ترهګرو په نړیوال نوملړ کې اچول وو.

د هندي تاجرانو اتحادیې په یوه بیان کې ویلي "وخت راغلی چې چین باید د پاکستان د نزدېکت پر سر تاوان وویني".

د هندي تاجرانو د اتحادیې تر څنګ یوه هندي ملتپال ګوند راشتریا سوایام سیواک سنګ هم د چینایي مصنوعاتو د بایکاټ اعلان کړی، چې له واکمن بهارتیه جنتا پارټي سره نیژدې اړیکي لري.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د هندي تاجرانو اتحادیې په ټول هند کې د چینایي مصنوعاتو د بایکاټ لپاره په ملي کچه د تاجر ډلو تر منځ کمپېن پیل کړی او له هغوی غوښتنه کوي چې د چین مصنوعات نه واخلي او نه یې خرڅ کړي.

امریکې، برتانیې او فرانس پر داعش او القاعده ډلو د بندیزونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له کمېټۍ غوښتنه کړې وه، چې د جیش محمد ډلې پر مشر د وسلو، سفر او آثاثو بندیزونه ولګوي.

خو چین د دې قرارداد ښکاره مخالفت نه دی کړی بلکې ویلي یې دي چې د دې پرېکړې لپاره نور وخت ته اړتیا لري او دا کار یې په ماضي کې هم کړی دی.

د چین د دې کار په مخالفت کې په هند کې پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو توند غبرګون څرګند کړی او په دې اړه یې پر ټویټر او فېسبوک یو هېشټېګ "د چینایي مصنوعاتو بایکاټ" #BoycottChineseProducts چلولی چې دویم لوی هېشټېګ ګڼل شوی.

چین د هند دویم لوی تجارتي شریک دی چې په تېر 2018م کال کې یې تر خپل منځ تجارت 90 اربه ډالرو ته پورته شو. چین د بېلابېلو کمپنیو له موبایل ټلیفونونو د ماشومانو د لوبو تر شیانو پورې ګڼ مصنوعات هند ته لېږي.

چین تر اوسه د خپلو مصنوعاتو د بایکاټ په اړه د هندي تاجرانو د اتحادیې او هندي ګوند پرېکړه ته څه ځواب نه دی ویلی.

Recommended

XS
SM
MD
LG