لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا په پاکستان دامریکا دپوځي مرستو پیسې په بشپړ ډول بندې کړل شوې؟


ددې پنګو څخه زیاتې پیسې د پاکستان په ګډون دامریکا هاغو ائتلافي هیوادونو ته ورکول کیږي چې امریکا سره دپوځي همکارۍ په لاره کې یې لګښتونه کړي وي.

دامریکې حکومت دکال۲۰۲۰م په ملي بودیجه کې د ائتلافي همکارۍ پنګې د ۹۰ کروړه ډالرو نه څلور نیم کروړو ډالرو ته راټیټې کړي دي،

ددې پنګو څخه زیاتې پیسې د پاکستان په ګډون دامریکا هاغو ائتلافي هیوادونو ته ورکول کیږي چې امریکا سره دپوځي همکارۍ په لاره کې یې لګښتونه کړي وي.

په تیرو وختونو کې به دائتلافي همکارۍ دپنګو زیاته برخه افغانستان کې دامریکایي پوځیانو دمرستې دلګښتونو لړ کې پاکستان ته ورکول کیدله. خو دصدر ټرمپ په اقتدار کې له راتلو وروسته دپاکستان دپاره دامریکا پوځي مرستې تقریباً په بشپړ ډول ودریدلي دي.

امریکا ددفاع محکمې دکال۲۰۲۰م دملي بودیجې جوړولو دپاره کانګریس ته دلیږل شوؤ وړاندیزونو خلاصه یا لنډیز مخې ته راوړی دی چې پکې ویل شوي دائتلافي همکارۍ پنګو کې کمښت دپاکستان دامنیتي مرستو ځنډؤلو په اړوند د صدر ټرمپ هغه هدایات دي چې تیرکال یې په څلورمه جنورۍ ورکړي وؤ.

دامریکا ددفاعي چارو یو څېړونکي هندي ورځپاڼې هندوستان ټائمز ته ویلي چې په تیرو وختونو کې به دائتلافي همکاریو دپنګې څخه زیاتې پیسې پاکستان ته ورکړل کیدلې خو د۲۰۲۰م بودیجه کې ددغه پنګې کموت ښایي چې پاکستان به اوس له دې پنګو هیڅ پیسې ترلاسه نکړل شي.

ددفاعي چارو دغه څېړونکي ویلي چې امریکا دائتلافي همکاریو پنګې په بشپړ ډول ختمې کړي نه دي اؤ ددې څه دا څرګندیږي چې که په راتلونکي کې کله هم امریکا وغواړي نو دپاکستان پوځي مرستې بیرته پځائ کولی شي.

د امریکا لخوا دا ګام په داسې وخت اخستل شوی چې طالبانو سره امریکې افغانستان کې دسولې خبرې دپاکستان په مرسته روانې کړي دي اؤ ځېنې څيړونکي نظر ښکاره کوي چې که طالبان اؤ امریکا یو تړون ته ورسیږي نو امریکا به افغانستان کې خپل پوځي موجودیت پړاؤ په پړاؤ کم کړي اؤ په راتلونکي کې کیدی شي چې دپاکستان همکارۍ ته هیڅ اړتیا ونه لري.

بل لوري ته دهند د واک لاندې دکشمیر پلوامه سیمه کې په هندي پوځيانو دشوي ځانمرګي برید نه وروسته پاکستان کې دموجودې تندروه ډلې جیش محمد په څېر د نورو ترهګرو ډلو په ضد د رغنده ګامونو اخستلو دپاره په پاکستان نړیوال فشارونه په زیاتیدو دي.

څېړونکي وایي چې دپلوامه دبرید اؤ ائتلافي هکارۍ پنګو کې دکموت وختونه که هرڅو په اتفاقیه توګه خپلو کې نزدې دي خو دغه پېښې دترهګرو تنظیمونو په بشپړ ډول دمنیځه وړلو دپاره په پاکستان فشارونه سیوا کړي دي.

پاکستان دعوه کوي چې په نزدې وختونو کې یې په خواوشا۷۰ تندروه ډلو بندیزونه لګولي اؤ دهغوئ پنګې یې کنګل کړي دي خو پوښتنه داده چې دپاکستان دا دعوې به دامریکا په ګډون دنړۍ نور هیوادونه تر کوم حده مطمئین کړل شي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG