لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نیوزي لینډ کې له بریدونو وروسته دبنګله دیش لوبډله خپل هیواد ته ستنیږي


په نیوزي لینډ کې دجمعې په ورځ ددؤ جوماتونو دننه دشوؤ ترهګریزو بریدونو نه وروسته دغلته د خالي د ورځې نه دبنګله دیش اؤ نیوزي لینډ ترمینځ پیل کیدونکې دریمه دکرکټ ټیسټ سیالي منسوخ کړل شوې یا ختمه کړل شوې اؤ دبنګله دیش لوبډلې بیرته خپل هیواد ته دتګ تیارۍ نیولي دي.

دنیوزي لینډ کرائسټ چرچ ښار کې دجمعې په ورځ‌ چې کله په النور جومات یو وسله وال ډزې کولې نو په دغه مهال د بنګله دیش دکرکټ ملي لوبډله هم په جومات کې موجوده وه، خو دغو لوبغاړو ته په برید کې هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

دبنګله دیش دکرکټ لوبډلې امنیت ساتونکو مشرانو پخلی کړی چې ټول لوبغاړي اؤ مامورین هوټل ته روغ رمټ ستانه شوي.

دنیوي لینډ کرکټ بورډ مشر ډیوډ وائټ پخپل یو بیان کې ویلي چې هغه دخپل بنګله دیشي سیال سره خبرې کړي اؤ دواړو خواؤ پرېکړه کړې چې د۱۶م مارچ نه پیل کیدونکې دکرکټ وروستۍ سیالي به نه کوي.

دنیوزي لینډ وزیراعظم جیسنډا ارډن مطبوعاتو ته ویلي چې دجمعې په ورځ‌ دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې وسله والو په دوؤ جوماتونو کې په نمونځ ګزارو ډزې کړي چې پکې ۴۰ کسان وژل شوي.

وزیراعظم ددغو بریدونو سخته غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې په نیوزي لینډ کې دداسې تندلاریتوب دپاره هیڅ ځائ نشته اؤ دا ددې هیواد دتاریخ یوه توره ورځ ده.

ښاغلي ارډن ویلي دا پېښه په یو داسې هیواد کې مخې ته راغلې ده چرته چې خلک په ازاد ډول دخپلو مذهبي ازادیو څرګندؤنه کوي خو له بده مرغه نن داسې ونه شول.

هغه زیاته کړې چې په دې بریدونو کې هغه خلک په نخښه کړل شوي چې نیوزي لینډ دهغوئ کور ؤ اؤ باید هغوئ دلته خوندي پاتې شوی وی خو کومو خلکو چې برید کړی دنیوزي لینډ په ټولنه کې هغوئ دپاره هیڅ ځائ نشته

XS
SM
MD
LG