لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خلیلزاد پخپله افغانستان کې واک ته رسیدل غواړي،دحمدالله محب تور


دافغانستان د ملي امنیت صلاح کار حمدالله محب دسولې دپاره دامریکا په ځانګړي استازي تور لګولی چې طالبانو سره دسولې خبرو کې افغانستان کې پخپله واک ته د رسیدلو هڅې کوي اؤ افغان دولت یې دسولې دخبرو نه په شعوري توګه یوې ډډې ته ساتلی .

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت دحمدالله محب دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دافغان چارواکو دغسې لفظي بریدونه دامریکا اؤ افغانستان د اړیکو ترڅنګ د سولې روان بهیر هم زیانمنوي.

دافغانستان خبري شبکې پژواک دجمعې په ورځ د رسنیو له قوله ویلي چې ښاغلی حمدالله محب د ملګرو ملتونو دشورا غونډه کې دګډون په موخه امریکا ته تللی اؤ تیره ورځ یې واشنګټن کې خبریالانو سره دخبرو په مهال افغانستان کې سولې دپاره په امریکایي استازي زلمي خلیل زاد سختې نیوکې کړي دي.

دافغانستان دملي امنیت صلاح کار ویلي دطالبانو اؤ امریکا ترمینځ دسولې خبرو کې روڼتیا نشته، اؤ زلمی خلیلزاد دخپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو هڅې کوي.

پژواک پخپل راپور کې دحمدالله محب له خولې لیکلي چې زلمي خلیل زاد دوه ځله مخکې هم هڅه کړې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو کې برخه واخلي اؤ اوس افغان حکومت کې شامل خلک داسې فکر کوي چې طالبانو سره خبرو کې هغه په یو داسې لنډمهاله حکومت موافقه کول غواړي چې مشر یې پخپله هم خلیلزاد وي.

خو زلمي خلیل زاد دحمدالله محب په دغو تورونو تر دې مهاله خپل هیڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی.

دامریکې دبهرنیو چارو مرستیال ویاند رابرټ پلاډينو پخپل یو بیان کې ویلي د حمدالله محب ددغو تورونو نه وورسته د امریکا دسیاسي چارو معاون وزیر ډیوډ هیل د زیارت په ورځ ښاغلی محب په سمدستي توګه رابللی اؤ هغه نه یې ددغو تورونو سپیناوی غوښتی دی.

بیان کې ویل شوي دامریکا دسیاسي چارو معاون وزیر د حمدالله محب څرګندونې په کلکه رد کړي اؤ اؤ هغه ته یې ویلي چې زلمی خلیل زاد دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازی دی اؤ په هغه داسې لفظي برید په یاد وزارت د لفظي برید په معنا دی.

افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په دې وروستیو کې طالبانو سره په قطر کې د سولې په اړوند شپاړس ورځنۍ اوږدې خبرې کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې په دغو خبرو کې حقیقي پرمختګونه شوي دي.

طالبان نیغ په نیغه دافغان دولت سره له خبرو انکار کوي چې په دې دافغان دولت چارواکي خفه دي اؤ دریځ یې خپل کړی چې دسولې دخبرو مالکیت باید دافغانانو په لاس کې وي

XS
SM
MD
LG