لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نيوزي لېنډ په جوماتونو د بريدونو وروسته څلور تنه نيول شوي


د نيوزي لېنډ په کرايسټ چرچ ښار کې په دوه جوماتونو د بريد وروسته څلور تنه نيول شوي دي.

په کرايسټ چرچ ښار کې د جمعې د نمانځه په مهال په دوه جوماتونو د ډزو په بريد کې د وژل شوؤ شمېره ۴۹ ته رسېدلې او د ۲۰ نه زيات کسان پکې ژوبل شوي دي.

د نيوزي لېنډ د پوليس کمشنر مايک بش د ډزو په بريد کې د ۴۹ کسانو د وژنې پخلی کړی دی.

پولیس ويلي د برید وروسته يې څلور تنه نيولي او چاؤدېدونکي مواد يې ناکاره کړي دي.

پوليس ویلي په نيول شوؤ کې به يو تن سبا د خالي/ شنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کوي.

د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسينډرا ارډرن ويلي په جوماتونو د پلان لاندې بريد شوی دی، هغه ويلي دا د ترهګرۍ پېښه ده.​

​هغه ويلي د بريد وروسته په ټول نيوزي لېنډ کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او دغې ورځې ته يې د نيوزي لېنډ د تاريخ توره ورځ ويلي دي.

وزيراعظمې زياته کړې ډزې کوونکي تندروه فکر لرونکي دي او دوي د پوليس د څار په فهرست کې نه وو.

د اسټريلیا وزیراعظم اسکارټ مورېسن پخلی کړی چې ډزې کوونکی نيول شوی يو تن د اسټريليا وګړی دی او هغه تندروه او ښی اړخه ترهګر دی.

دغه پېښه د کرايسټ چرچ په منځنۍ علاقه کې رامنځته شوې او په دوه جوماتونو د جمعې د نمانځه په مهال برید شوی دی.

په سوشل ميډيا د ډزو د پېښې ويډيوز هم خپرې شوي دي.

د راپورونو ترمخه د پېښې وروسته د نيوزي لېنډ ټول جوماتونه بند کړی شوي او خلکو ته د جوماتونو څخه د لرې پاتې کېدو ويل شوي دي.

د ۲۰۱۳م د شمېرو ترمخه په نيوزي لېنډ کې د مسلمانانو شمېره د يو فيصد نه لږ سېوا ده. او نزدې ۵۰ زره مسلمانان په دغه هېواد کې مېشت دي چې زياتره د نورو هېوادونو څخه دغلته ورغلي دي.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې د بنګله دېش د کرکټ لوبډله په کرايسټ چرچ کې موجوده او لوبغاړي يې النور جومات ته روان ؤ.

النور يو هغه جومات دی چې بريد پرې شوی دی.

د بنګله دېش د کرکټ لوبډلې کپتان تميم اقبال ويلي لوبډله يې د ډزو څخه محفوظ پاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG