لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنیوزي لینډ برید کې ککړ ترهګر محکمې ته وړاندې کړل شو


دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې دجمعې په ورځ په دوؤ جوماتونو برید کوونکی ترهګر برینټن ټیرینټ محکمې ته وړاندې کړل شوی اؤ محکمې تر پینځم اپریله پولیسو ته په ریمانډ سپارلی دی.

دبیلابیلو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې داسټریلیا سره تعلق لرونکې دغه ۲۸کلن ترهګر برینټن ټیرینټ چې کله دخالي په ورځ‌ په زولنو کې محکمې ته وړاندې کړل شو نو هغه په خپلو کړو پښېمانه نه ؤ بلکې په بې حسۍ سره ناست اؤ دځان سره مسکی،مسکی کیدلو.

ترهګر برینټن دجمعې په ورځ په کرائسټ چرچ کې په دوؤ جوماتونو کې په نمونځ ګزارو ناتاره ډزې کړې وې چې پکې ۴۹ کسان وژل شوي اؤ شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي وؤ.

وروسته دغه ترهګر دخیبرپښتونخوا دایبټ اباد سیمې د یو استوګن راشد نعیم په مرسته پولیسو نیولی ؤ چې پخپله راشد نعیم اؤ دهغه زلمی زوئ طلحه هم په دغه ترهګریز برید کې وژل شوي دي.

د نیوزي لینډ پولیس وایي په نیول شوي ترهګر درج شوې مقدمه کې دبېګناه خلکو د وژنې دفعې درج کړل شوي اؤ نورې دفعې به پرې د پلټنو وروستو لګولی شي.

دپولیسو د وینا له مخې کله چې د ترهګر نه پلټنې سرته ورسول شي نو هغه به په ساوتهـ ائس لینډ ښار کې هائیکورټ ته وړاندې کولی شي.

نړیوالو رسنیو داسې راپورونه هم ورکړي چې ترهګر برنټن ټیرینټ د وسلو په یو سیمه ییز کلب کې غړیتوب اخستی ؤ اؤ دغلته نه یې د بیلو بیلو وسلو دکارؤلو زده کړې کولې.

ویل کیږي هغه دبیلابیلو هیوادونو سفرونه هم کړي وؤ اؤ په سوشل میډیا یې پاکستان ته دخپل سفر صفتونه هم کړي وؤ.

هغه په پاکستان کې دخلکو میلمه پالنه اؤ د هنزه د مني موسم ډیر ستائلی ؤ.

کله چې دجمعې په ورځ برینټن په کرائسټ چرچ ښار کې په جوماتونو برید کولو نو هغه په ټولنیزه رسنۍ فیس بک دخپلې پاڼې نه دغه برید خلکو ته نیغ په نیغه هم ښودلو.

وروسته دفیس بک انتظامیې ددغه برید ویډیو ختمه کړه خو څو ساعته وروسته بیلابیلو خلکو یو ځل بیا دغه دردناکه ویډیو ټولنیزو رسنیو ته پورته کړه چې پکې لیدل کیږي ترهګر ډیر په خونړي انداز دجومات دننه په خلکو ډزې کوي.

XS
SM
MD
LG