لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیوزي لینډ وزیراعظمې دماتم تورلباس کې لوپټه په سر مسلمانانو مېرمنو سره خواخوږي کړې


دنیوزي لینډ وزیراعظمې جیسنډا ارډن دجمعې د ورځې په ترهګریزه پېښه کې د ژوبل شوؤ مسلمانانو پوښتنې ته د ماتم په تور لباس کې لوپټه په سر روغتون ته ورغلې اؤ دغلته یې مسلمانانې میرمنې خپلې سینې ته راجوختې کړي اؤ خواخوږي یې ورسره کړې ده.

دنړیوالې خبري ادارې ای ایف پي له مخې وزیراعظمه جیسنډا ارډن چې کله روغتون ته ورسیدله نو دغلته د ژوبلو شوؤ کسانو دکورنیو میرمنو ته یې دخواخوږي مراتب څرګند کړل اؤ هغوئ ته یې ډاډ اؤ تسله ورکړه.

دجمعې په ورځ دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ کې یو ۲۸کلن اسټریلوي ترهګر په دوؤ جوماتونو کې په نمونځ ګزارو ناتاره ډزې کړې وې چې پکې ۴۹ کسان وژل شوي اؤ شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید نه وروسته دنیوزي لینډ وزیراعظمې رسنیو ته ویلي وؤ چې په کرائسټ چرچ کې رامینځته شوې پېښه دنیوزي لینډ عکاسي نه کوي ځکه چې دلته هر چاته دهغوئ دمذهبي ازادیو دڅرګندؤنو اجازه ده.

هغې ویلي وؤ چې د حکومت لمړۍ هڅه یې د. وژل شوؤ کسانو پیژندګلو کول وؤ اؤ دپېښې دقرباني شوؤ خلکو دکورنیو سره به په لویه کچه مالي مرستې کولی شي.

نوړې دا هم ویلي وؤ چې دبرید کوونکي سره پینځه وسلې اؤ دهغې لائسنس ؤ اؤ اوس به نیوزي لینډ داسټریلیا د استخباراتي شبکو سره په ګډه دې پېښه کې دنیول شوي ککړ ترهګر په هکله پلټنې کوي.

په دغه پېښه کې دککړ ترهګر نه چې کومه وسله ترلاسه شوې په هغې د مسلمانانو اؤ عیسائیانو ترمینځ بیلابیلو وختونو کې دشوؤ جګړو په اړوند عبارتونه لیکل شوي وؤ اؤ زیاتره پکې دهاغو جګړو یادؤنه شوې وه چې مسلمانانو پکې ماتې خوړلې ده.

نیوزي لینډ کې د جوماتونو دننه په شوي دغه برید دنړۍ بیلابیلو هیوادونو دسخت خفګان څرګندونه کړې اؤ دایې یوه بدترینه پېښه بللې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG