لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیوزي لینډ پېښه کې ککړ ترهګر پینځه میاشتې مخکې دپاکستان سفر کړی ؤ


دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې په دوؤ جوماتونو دترهګریز برید کوونکي برینټن ټیرینټ په اړه معلومه شوې ده چې هغه تیرکال پاکستان ته هم سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې دشمالي سیمې هنزه په یو هوټل کې استوګنه کړې ده.

په دې اړوند په ټولنیزو رسنیو یو شمیر عکسونه خپاره شوي چې پکې ترهګر برینټن ټیرینټ دپاکستان دواک لاندې شمالي سیمو کې لیدل کیړي.

برینټن ټرینټ ته په ۱۹م اکتوبر کال۲۰۱۸م کې دغیرملکیانو دنوم ثبتولو یا فارنرز رجسټریشن کارډ ورکړل شوی چې دهغې له مخې دهغه ویزه د روان کال تر دویم مارچ د استفادې وړ وه.

په دغه کارډ دهغه دپاسپورټ نمبر پی ای ۵۰۲۷۸۸۸ اؤ دهغه وګړتوب د اسټریلیا لیکل شوی.

په ټولنیزو رسنیو د برینټن ټیرینټ خپاره شوي عکسونه د هنزه د نګر سیمې په یو هوټل کې دموجودیت عکسونه د اوشوتهان نومې یو هوټل دملک اسرار احمد دفیس بک پاڼې څخه اخستل شوي .

په دغه عکسونو داکتوبر۲۳مه نېټه لیکل شوې ده خو اوس داسرار احمد دفیس بک پاټې نه د۲۳ اکتوبر ټول پوسټونه اؤ عکسونه لرې کړل شوي دي.

دامریکا غږ اردو څانګې چې کله په دغه اړوند د اسرار احمد سره تماس ونیولو نو هغه په دې اړوند دڅه رقم خبرو کولو نه انکار کړو اؤ وئ ویل هغه ته ویل شوي چې په دې هکله به خبرې نه کوې.

کله چې ترې وپوښتل شول چا په دې هکله دخبرو څخه منعې کړی ؟ نو هغه معذرت وکړو چې په دې اړوند هم څه نه شي ویلی.

دفیس بک څخه دهغه دپاڼې نه دخپرو شوؤ عکسونو په هکله هم نوموړي دهر رقم خبرو کولو نه انکار وکړو.

خو دامریکا غږ اردو څانګه وایي چې کله یې په دې اړوند دشمالي سیمو د یو انتظامي چارواکي سره تماس ونیولو نو هغه د نوم نه ښودلو په شرط د برینټن ټیرینټ پاکستان ته د راتګ پخلی وکړو اؤ وئ ویل هغه باقاعده دپاکستان په ویزه راغلی ؤ اؤ دې سیمو ته د بهرنیانو راتګ کومه دحیرانتیا خبره نه ده.

هغه ویلي دغه سړی دهنزه سره نزدې په نګر سیمه کې تر دوؤ ورځو ایسار ؤ اؤ بیا تللی ؤ.

برینټن ټيرینټ په اوشوتهان هوټل کې له استوګنې وروسته ددغه هوټل دمالک اسرار احمد په فیس بک پاڼه لیکلي وؤ هغه په وړومبي ځل دپاکستان سفر کوي اؤ وئ لیدل چې دپاکستان خلک ډیر د رحم ډک زړونه لري اؤ میلمه دوست دي، په ښکلا کې دهنزه دخزان دموسم هیڅ شی مقابله نشي کولی.

برینټن ټیرینټ د جمعې په ورځ‌ دنیوزي لینډ په دوؤ جوماتونو کې په نمونځ ګزارو ډزې کړې وې چې پکې ۴۹ کسان وژل شوي وؤ.

ددغه بریدونو ویډیو هم یاد ترهګر دخپلې فیس بک پاڼې نه نیغ په نیغه خپروله خو وروسته هغه پولیسو په ژوندي حالت کې ونیولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG