لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزیرستان جرګه نن په پکتیکا کې د 8 تنو قبایلو د وژنې علت څېړي


واشنګټن ـــــ له وزیرستانه د افغانستان پکتیکا ولایت ته پرون یوه جرګه تللې ده، چې غواړي هلته د مارچ پر 9مه په هوایي بمبارۍ کې د اتو تنو قبایلي کسانو د وژنې علت معلوم کړي. پاکستان هغه پاکستانیان ګڼلي وو، خو افغان چارواکي وایي هغوی افغانان وو او عام خلک نه بلکې وسلوال وو.

د شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان مشران، د سياسي ګوندونو استازي او لسګونه کسان تېره ورځ د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته د یوې جرګې په بڼه تللي دي.

را رسېدلي رپوټونه وایي ډیورنډ کرښې ته په رسېدو په انګور اډه کې پاکستاني چارواکو دغه جرګه درولې او افغانستان ته یې نه ده پرېیښې، وروستي رپوټونه وایي چې جرګه ته په افغانستان کې تود هرکلی شوی خو پاکستاني سرحدي ځواکونو د ور اوښتو اجازه نه ده ورکړې او بیرته را ستانه شوي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کېږي چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر او د وزیرو قبیلې مشر ډاکټر ګل عالم او نورو مشرانو ته- چې د جرګې مشري کوي- ډیورنډ کرښې ته په ور رسېدو افغان قبایلي د هرکلي په دود لونګۍ ور تړي او خلک شعارونه ورکوي.

د مارچ پر نهمه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه سیمې کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملياتو کې د اوتمانزو وزیرو اته وژل شوي وو. افغان ځواکونو دعوه کړې وه چې په عملیاتو کې یې عام خلک نه بلکې پینځلس طالبان یې وژلي دي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

علي وزیر وي.او.اې ډیوه ته وویل، د برمل ولسوالۍ ځایي خلکو دوی ته ویلي چې دغه اته تنه بې ګناه وو، وایي اوس د دې لپاره جرګه ورولي چې د دې پېښې علت معلوم کړي:

"برمل ولسوالۍ ته به درومو چې د دغې واقعې په اړه معلومات وکړو، افغان ځواکونه وایي چې دلته بهرني خلک موجود وو او موږ عملیات وکړل چې هغوی پکې مړه شول، خو ځایي خلکو موږ ته ویل چې بېګناه خلک یې ور ویشتلي او وژلي دي".

پکتیکا ته په روانه شوې جرګه کې د شمالي او جنوبي وزيرستان د هرې قبیلې خلک شامل دي او ځینې هغه کسان هم ورسره مله دي چې په ویل کېږي د برمل د پوځي عملياتو په مهال یې خپلوان وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر 11مه د برمل په عملیاتو کې د قبایلي وګړو د وژنې غندنه کړې وه او دعوه یې کړې وه چې دوی د وزیرستان اوسېدونکي او پاکستانيان دي، خو د پکتیکا د پولیسو یوه مشر غلام سخي روغ لېوني ویلي وو، چې دا کسان د پاکستان نه بلکې د افغانستان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم دغه کسان افغانان بللي: "دوی د پاکستان قبایل نه بلکې د افغانستان قبایل دي او هلته باقاعده خپله برخه لري، که د وزیرستان وي نو وبه یې ګورو چې دوی چېرې ښخ شول، خو هو موږ د ظلم مخالفت کوو او حکومت دې پلټنه وکړي، که بېګناه خلک وژل شوي وو باید هغو کسانو ته سزا ورکړي چې دا کار یې کړی دی".

د جنورۍ په مياشت کې د برمل ولسوالۍ ولسوال رحمت الله ادعا کړې وه چې د ډېورنډ پولې ته څېرمه د پاکستان د جنوبي وزيرستان انګور اډې ته نزدې پرتې ولسوالۍ برمل تر نیمایي زیات خلک د پاکستان شناختي کارډونه لري. هغه ويلي وو چې په 88000 زره ابادي لرونکې برمل ولسوالۍ کې خروټي او وزیر قبايل اباد دي او دوی پاکستاني شناختي کارډونه لري.

XS
SM
MD
LG