لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سپرليګ اتلولي کوټه ګلېډي اېټرز ګټلې


د پاکستان سپرلیګ (پي اېس اېل) څلورم د سياليو اتلولي د کوټه ګلېډي اېټرز لوبډلې ګټلې او په پايلوبه کې يې د پېښور زلمي لوبډلې ته په اته وکټو ماتې ورکړې ده.

د پایلوبې پچه/ ټاس د کوټې لوبډلې ګټلې خو بيټنګ يې د پېښور لوبډلې ته ورکړی او پېښور زلمي په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې په اته لوبغاړو سوځېدو ۱۳۸ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د کوټې لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې په دوه لوبغاړو سوځېدو پوره کړو.

دا لومړی ځل دی چې د کوټې لوبډلې د پي اېس اېل پايلوبه وګټله، له دې وړاندې ياده لوبډله دوه ځله پايلوبې ته رسېدلې خو ماتې يې خوړلې وه.

د ۲۰۱۸م او ۲۰۱۶م اتلولي د اسلام اباد او د ۲۰۱۷م اتلولي د پېښور لوبډلې ګټلې وه.

د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د پي اېس اېل څلورم د پايلوبې نه وړاندې يوه دستوره شوې چې پکې سندرغاړو سندرې ويلي دي.

په پي اېس اېل څلورم کې د پاکستان شپږو لوبډلو برخه اخیستې ده د لاهور او ملتان لوبډلې په لومړي پړاؤ کې د ټورنامنټ څخه بهر شوې وې.

د کراچۍ کنګز او اسلام اباد يونايټډ لوبډلې په دوېم پړاؤ کې د ماتې سره مخ شوې وې. او پايلوبې ته د پېښور او کوټې لوبډلې رسېدلې وې.

د پي اېس اېل څلورم اته سيالۍ د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ټاکل شوې خو د هند سره د تاؤ تريخوالي جوړېدو وروسته د لاهور سيالۍ هم کراچۍ ته راوړل شوې وې.

په کراچۍ کې د پي اېس اېل د سياليو په مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG