لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ لوبډلې په ټېسټ سيالۍ کې ايرلېنډ ته ماتې ورکړه


د افغانستان کرکټ لوبډلې د ايرلېنډ لوبډلې ته په يواځینۍ ټېسټ سيالۍ کې په اووه وکټو ماتې ورکړه، دا د افغان لوبډلې د تاريخ دوېمه ټېسټ سيالي وه.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ ټېسټ سيالي په ۱۵م مارچ د هند په دهرادون ښار کې پېل شوې وه.

ايرلېنډ د سيالۍ پچه/ ټاس ګټلې او لمړی بيټنګ يې اخيستی ؤ.

ايرلېنډ په خپل لمړي اننګز کې ۱۷۲ رنزونه کړي او افغانستان یې په ځواب کې ۳۱۴ رنزونه کړي وو.

ايرلېنډ بیا په دوېم اننګز کې ۲۸۸ رنزونه جوړ کړي او افغان لوبډلې ته يې د ۱۴۷ رنزونو هدف ورکړی ؤ.

افغان لوبډلې خپله اولنۍ ټېسټ سيالي تېر کال د هند پرضد کړې خو دغه سیالي هند ګټلې وه.

د افغانستان لوبډلې د فرورۍ په مياشت کې د ايرلېنډ د لوبډلې نه د درې ۲۰ اووريزو سياليو سيريز ګټلی ؤ، او د مارچ په مياشت کې په پينځه يو ورځنيو ساليو کې دوه افغان او دوه د ايرلېنډ لوبډلې ګټلې وې.

يوه سيالي بې د نتيجې پای ته رسېدلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG