لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين ويلي په پينځه کاله کې يې ۱۳زره ترهګر نيولي دي


چين ويلي په تېر پينځه کاله موده کې يې په سينکيانګ صوبه کې د ۱۳ زره پورې ترهګر نيولي دي.

د چين حکومت په سنکيانګ کې د تندروۍ د ختمولو په اړوند د خپلې لانجمنې پاليسي دفاع کړې ده.

په چين نيوکې کيږي چې په سينکيانګ کې يې بندي مرکزونه جوړ کړي او د ملګرو ملتونو پوهاند هم ورته بنديوان مرکزونه وايي.

د راپورونو ترمخه په دغو مرکزونو کې د ايغور مسلمانانو د لس لاکه خلکو نه زيات بنديوان کړی شوي دي.

خو چين وايي دا پېشه ورانه او د روزنې مرکزونه دي.

چين په خپل تازه رپوټ کې ويلي په سنکيانګ کې د کال ۲۰۱۴م راهسې ۱۵۸۸ ترهګر تنظيمونه ختم کړی شوي او ۱۳ زره ترهګر نيول شوي دي.

د دې ترڅنګ ۳۰ زره کسانو ته د قانون په سرغړونه د سزا ورکولو ويل شوي دي.

خو د رويټرز ترمخه د ايغور د مسلمانانو تنظيم (ورلډ ايغور کانګرس) د چين تازه رپوټ د حقیقت نه لرې بللی دی.

ايغور تنظيم ویلي ايغورو ته د ترهګرۍ جواز جوړول کيږي او چقول کيږي او د تندروۍ د مخنيوي په ترڅ کې د دوي د عقيدې ختمولو ګامونه اخيستل کيږي.

تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو محکمې په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړوند خپل رپوټ کې ويلي ؤ د بيجينګ حکومت په سینکیانګ کې د ایغور مسلمانانو د نیولو کمپاین نور ګړندی کړی دی.

د رپوټ ترمخه چينايي چارواکو د دوه ميلینو پورې ایغور، قزاق او نور مسلمانان نیولي او کېمپونو ته یې لېږلي چرته چې د دوي د مذهبي پېژندګلو د ختمولو هڅې کيږي.

امریکا ويلي چین د بشري حقونو سرغړونه کړې ده خو چین وايي په سنکیانګ کې د سخت دریځۍ او بدامنۍ له امله دغه ډول ګامونه اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG