لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر کې دطالبانو اؤ افغان سیاسي مشرانو بله غونډه کیږي


ټاکل شوې ده دافغانستان دبیلابیلو سیاسي شخصیتونو اؤ طالبانو تر مینځ افغانستان کې دسولې په اړوند له ماسکو وروسته یوه بله مهمه غونډه راتلونکې میاشت په دوحه کې کیږي چې پکې د افغانستان څخه د ۸۰ؤ پورې دسیاسي مشرانو دګډون احتمال ښودل شوی دی.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د سه شنبې په ورځ‌ پخپل یو راپور کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ددفتر دسرچینو له قوله ویلي د راتلونکې غونډې دپاره دافغان سیاسي مشرانو ترمینځ‌ صلاح مشورې پیل شوي اؤ دا غونډه به د راتلونکې میاشتې(اپریل) په ۱۵مه نېټه ترسره شي.

تر دې وړاندې د روان کال دفبرورۍ په ۱۶ مه په ماسکو کې دطالبانو اؤ افغان سیاستمدارانو ترمینځ‌ یوه مهمه غونډه شوې وه چې افغان دولت ورسره مخالفت ښودلی ؤ.

دماسکو په تیره غونډه کې ۴۰ افغان سیاسي مشرانو برخه لرله چې مشري یې پخواني ولسمشر حامد کرزي کوله اؤ دحامد کرزي دفتر وایي چې داځل به دقطر غونډه کې ۸۰ پورې شخصیات د حامد کرزي په مشرۍ برخه ولري.

افغان دولت ټینګار کوي چې دسولې خبرې باید د دولت اؤ طالبانو ترمینځ وشي خو طالبانو دریځ خپل کړی چې ترڅو افغانستان څخه په بشپړ ډول بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ افغان دولت سره خبرو ته نه کښیني.

طالبان وایي افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کوي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې طالبانو سره څو کرته دسولې مزاکرات کړي اؤ نوموړي د وروستیو خبرو (چې په روانه میاشت کې ترسره شوي ) وروسته ویلي وؤ چې طالبانو سره یې په مزاکراتو “حقیقي پرمختګ” شوی

نړیوالې رسنۍ دعوې کوي چې طالبان اؤ امریکا افغانستان کې د یو لندمهاله دولت په رامینځته کولو صلاح شوي چې پکې به دطالبانو په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو ته استازیتوب ورکولی شي.

خو امریکا یا طالبانو تر اوسه ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی.

دافغانستان دملي امنیت مشارو حمدالله محب تیره اوونۍ امریکا ته دخپل سفر په مهال په زلمي خلیلزاد تور لګولی ؤ چې د سولې په خبرو کې یې قصداً افغان دولت یوې ډډې ته ساتلی اؤ غواړي چې پخپله افغانستان کې اقتدار ته ورسیږي .

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ اؤ ویلي یې ؤؤ دافغان چارواکو داسې څرګندونې افغانستان کې د سولې مخې ته خنډان راولاړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG