لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیوزي لېنډ وزيراعظمه وايي، په جوماتونو بريد کوونکی "ترهګر" دی نوم يې مه اخلئ


د نیوزي لېنډ وزیراعظمې جېسينډرا ارډرن په قانون جوړؤنکو غږ کړی چې د تېرې جمعې په ورځ په جوماتونو د بريد کوونکي تن نوم نه اخلي. په ياد بريد کې ۵۰ کسان وژل شوي وو.

د نهې/ سه شنبې په ورځ پارليمان ته په وېنا کې ارډرن ویلي چې دغه مشکوک تن "ترهګر دی، جنايت کار دی، تندلاری دی او چې کله زه وېنا کوم د هغه نوم به نه اخلم".

"زه تاسو ته وايم، د هغو خلکو نومونه واخلئ څوک چې مونږ د لاسه ورکړي دي، په ځای د دې چا چې د هغوي نه ژوند تروړلی دی".

د چارواکو په وېنا په جوماتونو بريد د اسټريليا سره تعلق لرونکي ۲۸ کلن برېنټن هېرېس ټېرنټ کړی او هغه نيول شوی دی. ټېرنټ عدالت ته وړاندې شوی خو ويلي يې دي وکيل نه نيسي په خپله به خپل وکالت کوي.

وزيراعظمې ويلي هغه به د قانون په ځای کوونکو او استخباراتي ادارو څخه پلټنې کوي چې د ټېرنټ د ارادو په اړوند په کوم ځای کې بې غوري شوې ده.

هغې د فېس بک په چلند هم خفګان ښکاره کړی چې ولې يې بريد نېغ په نېغه خپور کړی دی او څلور ورځې وروسته هم دغه ويډيو ان لاين موجودې موندلی شي.

هغې د فېس بک په زمه وارو نيوکې کړي چې يواځې ګټه کوي او زمه واري نه قبلوي. خو فېس بک ویلي په ۲۴ ساعتونو کې يې د بريد ۱.۵ ملينه ويډيو لرې کړي دي.

وزيراعظمې ويلي هغې ته هم د ټېرنټ هغه ايمېل د بريد نه نهه دقيقې وړاندې ترلاسه شوی کوم چې هغه ۳۰ کسانو ته کړی او پکې يې د سپين پوستو ملت پالو د ۷۴ مخونو منشور وړاندې کړی چې پکې د مسلمانانو غندنه شوې او مهاجرو ته قبضه کوونکي ويل شوي دي.

د نيوزي لېنډ وزیراعظمې ويلي په بريد کې د وژل شوؤ جسدونه به د شورو/ چارشنبې په ورځ د دوي خپلوانو ته وسپاري.

ويل شوي د وژل شوؤ نومونه لا عام کړی شوي نه دي يواځې خپلوانو ته ورکړی شوي دي.

په نيوزي لېنډ کې چې دغه ډول بريدونه ډېر کم کيږي وزيراعظمې ارنډرن ويلي چې په راتلونکې کې به د کابینې سره د وسلو په اړوند قانون کې اصلاحات وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG