دپاکستان پوځ وایي پروسکال تښتول شوي څلور ایراني پوخیان یې افغانستان سره دلګیدلې پولې ترڅنګ دیوې سختې جګړې وروسته تیره ورځ دتښتوونکو له منګولو خلاص کړي دي.
پوځ پخپل یو بیان کې ویلي ددغو تېښتول شوؤ ایراني پوځيانو په اړه ورته اطلاع ترلاسه شوې وه چې دافغانستان څخه یوې تندروه ډلې پاکستان ته را اړولي دي .
دپوځ دبیان ترمخه په دغه اطلاع پاکستاني پوځیانو په بلوچستان کې دافغان پولې نه درې، څلور کلو میټره په فاصله پرته سیمه اموري کې عملیات کړي اؤ تښتول شوي ایرانی پوځیان یې د وسله والو له منګولو راخلاص کړي دي.
خو پوځ نه ده واضحه کړې چې له کومو ترهګرو یې ایراني پوځيان خلاص کړي هغوئ یې نیولي که په نښته کې یې وژلي یا ترې ژوندي پاتې شوي دي.
دغه ایراني پوځیان تیرکال په ۱۶م اکتوبر دپاکستان دپولې ترڅنګ دمیرجاوه سیمې څخه تښتولي شوي وؤ چې دتښتونې پړه یې جیش العدل نومې تندروه ډلې پغاړه اخستې وه.
دتښتول شوؤ ایراني پوځیانو دجملې څخه پینځه پوځیان تیرکال دنومبر میاشت کې هم راخلاص کړل شوي وؤ.
ایراني چارواکو له خپلو پوځيانو له تښتول کیدلو وروسته ویلي وؤ چې دغه پوځيان پاکستان ته تښتول شوي اؤ دپاکستاني چارواکو څخه یې دهغوئ په راخلاصولو کې دکومک غوښتنه هم کړې وه.