لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي


په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د ادارې ترمخه په خېبر ضلع او کراچۍ کې د پولیو تازه دوه پېښې مخې ته راغلي او د دې سره په ملک کې روان کال د پولیو د پېښو شمېره شپږو ته ورسېده.

د پولیو وايرس پرضد کار کوونکې اداره وايي د پوليو جراثيمو په بشپړ ډول ختمولو دپاره اړينه ده چې د پوليو ضد څاڅکو په هر کمپاين کې ټولو ماشومانو ته قطرې ورکړی شي.

د پوليو ضد پروګرام د خاتمې دپاره د وزيراعظم ځانګړي وياند بابر بن عطا د پوليو د نوؤ پېښو پخلی کړی او ویلي يې دي،

"په قبايلي ضلع خېبر او کراچۍ کې د پوليو د پېښو پخلی شوی دی سږ کال د پوليو پېښې شپږو ته ورسېدې. د پېښو مخې ته راتلل د وايرس موجودګي او خورېدل ښايي. مونږ ته په اسنادو کې سم ښودل کیږي خو په اصل کې حالات بدل دي".

پاکستان کې سږ کال دې وړاندې په باجوړ، بنو، هنګو او لاهور کې د پوليو پېښې مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG