لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دوه امریکايي پوځیان  ووژل شول


افغانستان کې دغوڅ ملاتړ ماموریت دجمعې په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې دوه امریکایي پوځيان افغانستان کې دعملیاتو په مهال وژل شوي خو نه یې ده واضحه کړې چې دغه پوځیان دافغانستان کومه سیمه کې وژل شوي.

په تیرو څه دپاسه درېوؤ میاشتو کې افغانستان کې د وژل شوؤ امریکایي سرتیرو شمیره څلورو ته رسیدله ده .

تر دې وړاندې دجنورۍ په میاشت کې هم د افغانستان دوؤ بیلابیلو سیمو کې دوه امریکایي سرتیري وژل شوي وؤ.

همدغسې تیرکال دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې ترهګرو ډلو سره نښتو کې شپږ امریکایي سرتیري وژل شوي وؤ.

دامهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي پوځیان له ترهګرۍ سره دمبارزې ترنامه لاندې دافغان ځواکونو په روزنه ،صلاح او مشوورو ورکولو او په ځینو ځانګړو هوايي عملیاتو کې ملاتړ کوي.

دا دوه تنه امریکايي پوځیان په داسې حال کې وژل شوي چې دافغان سولې لپاره دامریکا د ځانګړي استازي او طالبانو ترمنځ دمذاکراتو پنځم پړاو په خبرو کې له افغانستان څخه دامریکايي پوځیانو د وتلو پرمسلې توافق شوی خوجذیات یې نه دي په ډاګه شوي.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې دامریکا دپوځي ماموریت له پیل څخه تراوسه پورې په تیرو ۱۸ کلونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ زره پوځیان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG