لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چيف جسټس د اسد منير د مړينې د پېښې خبر اخيستی


د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) چيف جسټس اصف سعيد کهوسه د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) پخواني چارواکي بريګيډئير (ر) اسد منير د خط خبر اخيستی او په دغه اړوند يې د نېب د چيئرمېن نه ځواب غوښتی دی.

نزدې یوه اوونۍ وړاندې د اسد منير مړی د هغه په کور اسلام اباد کې موندل شوی او د هغه يو خط چې د سترې محکمې د مشر په نوم ليکل شوی او د احتساب قامي ادارې (نېب) په اړوند پکې ويل شوي چې د هغه پرضد يې بې اثاثه مقدمې جوړې کړي دي.

په څرګند ډول د اسد منير په دغه خط کې ليکل شوي چې هغه د ميډیا په وړاندې ځان د نېب په لاسو د سپکېدو څخه بچ کېدو په موخه خودکشي/ ځان وژنه کوي.

په خط کې د چيف جسټس نه د نظام د سمولو هيله څرګنده کړی شوې وه چې د نېب افسران د خلکو د عزت او ژوند سره لوبې کوي.

د اسد منير لُور مينه ګبينه د چيف جسټس د نوټس اخيستو پخلی کړی دی.

د راپورونو ترمخه د اسد منير کورنۍ د هغه ليکلی خط سپريم کورټ ته لېږلی او چيف جسټس د خط نوټس اخيستی او د نېب د مشر نه یې ځواب غوښتی چې اسد منير خودکشي ولې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG