لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: که پاکستان د ایف اې ټي ایف تور لیسټ ته لاړ نو اقتصاد به مو ډېر خراب شي


واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي هند غواړي پاکستان د ایف اې ټي ایف په تور لیسټ کې واچوي او که داسې وشول نو هېواد به له ډېرو اقتصادي ستونځو سره مخ شي.

عمران خان دا خبره د پنجشنبې- زیارت په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې کړې ده. پاکستان د مخکې نه د ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې دی.

ایف اې ټي ایف د تېر یو کال نه د زیاتې مودې راهیسې پاکستان نه غوښتنه کوي چې د ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو مخه ونیسي او په هېواد کې دننه د غیرقانوني پیسو د استعمال یا سپینولو هڅې و دروي.

وزیراعظم عمران خان د پنجشنبې- زیارت په ماښام د پاکستان د ورځپاڼو له مدیرانو سره د لیدو په وخت دا هم ویلي، چې په هېواد کې یې نور د جهادي تنظیمونو او جهادي کلچر لپاره ځای نه شته. عمران خان په پاکستان کې د توندروه ډلو د مالي سرچینې تړل ضروري بللي.

عمران خان ویلي، په هېواد کې یې د توندوره ډلو د مالي سرچینو د تړلو او غیرقانوني پیسو د انتقال په اړه د حکومتي هلو ځلو په برخه کې د غیرقانوني پیسو په ضد د مبارزه کوونکې ادارې ایف اې ټي ایف قانع کول ضروري دي او وایي چې په تور نوملړ کې د هېواد نوم نه شي زغملای.

څېړونکي وایي که پاکستان دا ځل د ایف اې ټي ایف په سپارښتنو عمل ونه کړ نو په تور لیسټ کې یې نوم راتلای شي. د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد پروفیسر ځلاکت خان وي.او.اې ډیوه ته وویل:

"که پاکستان له خړ لیسټ نه تور لیسټ ته لاړ نو بیا زموږ پر خارجه تجارت اثر لوېدای شي او کوم هېوادونه چې له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه لري یا نړیوال مالي سازمانونه چې پاکستان ته پورونه ورکوي په دې اثر کېدای شي".

وزیراعظم عمران خان دا هم ویلي، چې د ټولو سیاسي ډلو په سلا د ترهګرۍ په ضد قامي تګلاره باندې عمل روان دی او ځینې ډلې یې بندې کړې دي، چې په هغو کې پر یو شمېر ډلو او شخصیتونو ملګرو ملتونو او امریکې هم بندیزونه لګولي دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ځینو ترهګرو ډلو مدرسې او دفترونه تړلي، خو د دغو ډلو په ضد حکومتي ګامونو تر اوسه نه په پاکستان کې دننه اپوزیشن ګوندونه او نه واشنګټن، نوی ډیلی او یا کابل قانع کړي دي.

امریکا، هند او افغانستان تور لګوي چې په پاکستان کې مېشتې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره خطر دي او په هند او افغانستان کې د ترهګرۍ په یو شمېر پېښو کې دغه ډلې ککړې ګڼي، خو پاکستان دا تورونه ردوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG