لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان صدر:دامن خواهش باید دپاکستان کمزوري ونه ګڼل شي


دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي ویلي سیمه امن ته اړتیا لري اؤ پاکستان هم غواړي چې دجګړو پځائ باید امن.تعلیم اؤ روزګار ته پام وګرځول شي خو دپاکستان د امن داخواهش باید دپاکستان کمزوري ونه ګڼل شي.

د خالي په ورځ اسلام اباد کې د هیواد دملي ورځې په اړوند راجوړې شوې د سلامۍ دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي علوي دافغانستان یادؤنه هم کړې اؤ ویلي یې دي” که غواړو چې سیمه دې پرامنه اؤ باثباته وي نو دې دپاره افغانستان کې امن ضروري دی”

هغه ویلي “دافغانستان خلکو ډير جنګونه ولیدل اؤ نور نه غواړي په خاوره کې یې جګړه دوام ومومي “

دپاکستان دملی ورځې دنمانځنې دغه دستوره کې دملائشیا وزیراعظم مهاتیر محمد،دپاکستان وزیراعظم عمران خان ،پوځي مشرانو اؤ دځېنو نورو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخستې ده.

دهندوستان وزیراعظم ښاغلي نریندرمودي هم پاکستان سره نزدې وختونو کې دپیدا شوي تاؤ تریخوالي راپدیخوا تیره ورځ په وړومبي ځل دپاکستان ولس ته دملي ورځې په نمانځنه مبارکي ورکړې وه اؤ پخپل پېغام کې یې ویلي وؤ وخت راغلی چې د برصغیر خلک د ترهګرۍ او د تشدد نا په پاکه فضا کې د سیمې د پرمختګ، سوکالۍ او د امن دپاره په ګډه کار وکړي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان که هرڅو پرون په ټوئټر دهند وزیراعظم دڅرګندؤنو هرکلی کړی ؤ خو صدر عارف علوي نن بیا پخپله وینا کې زیاتې اورؤنې هند ته وکړې اؤ‌ وئ ویل” پاکستان یو حقیقت دی اؤ هند ته به دا منل وي”

هغه وویل “مونږ په جګړو باور نه لرو،غواړو ستونزې باید په خبرو هوارې شي اؤ زمونږ اصلي جګړه د ولږې،بې روزګارۍ اؤ غریبۍ په ضد پکار ده”

دپاکستان صدر هند ته وریاده کړه چې پاکستان یو پرامنه قام ضرور دی خو دخپلې دفاع څخه کله هم غافل نه دی .

دپاکستان اؤ هند اړیکې د دواړو هیوادونو د ازادیدو سره سمې د کشمیر په سر خړې دي اؤ درې جګړې یې هم کړي دي خو په دې وروستیو کې دا اړیکې نورې هم تاوژنې شوي دي.

په ۱۴مه فرورۍ دهند پلوامه کې په هندي سرتیرو ځانمرګي برید کې۴۹ سرتیري وژل شوي وؤ چې هند ددغه برید پړه په پاکستان ور اړولې وه خو پاکستان یې له منلو انکار کړی ؤ.

په ۲۶مه فرورۍ هندي چارواکو دعوه کړې وه چې الوتکو یې دپاکستان په خاوره کې دترهګرو ځالې بمبار کړي اؤ‌ په سوونو ورانکاري یې وژلي خو پاکستان ویلي وؤ چې دهندي الوتکو برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ۲۷مه فرورۍ پاکستان دهند د دوؤ الوتکو رانسکورولو دعوه وکړه اؤ بیا په کنټرول لائن د دواړو خواؤ دپوځیانو نښتو کې هم یو بل ته د زیانونو اړولو دعوې وشوې چې دهغې راپدیخوا تر اوسه د دواړو هیوادونو اړیکې تاؤژنې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG