لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سيمو، پېښور او کوټې په ګډون د پاکستان په ۹۷ ضلعو کې د پوليو ضد کمپاين پېل شوی


د پاکستان د قبايلي ضلعو په ګډون د خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره د ملک په ۹۷ ضلعو کې د پولیو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين نن د ګل/ دوشنبې په ورځ پېل کړی شوی دی.

په پاکستان کې د پوليو ضد پروګرام ترمخه د هېواد په ۹۷ ضلعو کې د پينځه کالو نه کم عمر ماشومان چې شمېره يې د ۲۰ ملينو نه سېوا ده، د پوليو وايرس د ګواښ سره مخ دي.

د پوليو ضد پروګرام د چارواکو په وېنا د پېښور، کوټه او کراچۍ په بلاکونو کې به دا کمپاين تر پينځه ورځو روان وي، درې ورځې به ټيمونه کور په کور ګرځي ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.

او درې ورځې وروستو به ټيمونه بيا تر ورځو پورې ګرځي او که کوم ماشوم د څاڅکو څخه پاتې شوی وي هغو ته به څاڅکي ورکوي.

د پوليو ضد پروګرام ترمخه د خېبرپښتونخوا په ۲۵ ضلعو کې چې پکې اووه قبايلي ضلعې هم شاملې دي ۵.۵۹ ملينه ماشومانو ته به پکې څاڅکي ورکول کيږي.

دا کمپاين به د بلوچستان صوبې په ۲۱، په سيند کې د کراچۍ په ګډون په ۲۰ او پنجاب په ۱۲ ضلعو کې چلولی شي.

پاکستان کې روان کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د پوليو پېښې په باجوړ، خېبر، هنګو، بنو، کراچۍ او لاهور کې رپوټ شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG