لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: وېرېږم چې د هند تر انتخاباتو مخکې هم څه شخړه پېښېدای شي


واشنګټن ــــ له هند سره د پاکستان د وروستۍ شخړې تر څو اوونیو تېرېدو وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان بیا وېره څرګنده کړې چې کېدای شي هېواد یې یو ځل بیا له هند سره په وسلواله شخړه کې ښکېل شي.

عمران خان د برتانیې مشهورې ورځپاڼې فاینانشل ټایمز ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، برسېره پر دې چې د هندي پایلټ تر خوشي کولو وروسته یې له هند سره شخړه سړه شوې، خو وایي اوس یې هم له دې هېواد سره تاوتریخوالی ختم نه دی:

"زه اوس هم په دې ویره کې یم او داسې محسوسوم چې [د هند] تر انتخاباتو مخکې څه هم پېښېدای شي".

هند او پاکستان دوه رقیب هېوادونه دي چې له 1947م کاله راهیسې یې درې ځله جنګونه کړي، د فرورۍ په میاشت کې یې وروسته له هغه تر منځ تاوتریخوالی زیات شو، چې هند د پښتونخوا په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې پر مرکز د برید او شاوخوا 350 وسلوالو د وژلو ادعا وکړه.

د فرورۍ پر 14مه د هند تر انتظام لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې پر هندي ځواکونو په ځانمرګي برید کې 40 پوځیان وژل شوي وو، چې ذمه واري یې پاکستان مېشتې جیش محمد ډلې پر غاړه اخیستې وه او هند یې پړه پر پاکستان ور اچولې وه، خو پاکستان د هند دا تور رد کړی وو.

عمران خان په مرکه کې یو ځل بیا هندي وزیراعظم نریندرا مودي ته وړاندیز کړی چې د شخړې د هواري لپاره ورسره خبرو ته کښېني. عمران خان تور پورې کړی چې مودي د راتلونکو انتخاباتو د کمپاین په توګه له وروستۍ شخړې ګټه اخلي:

"کله چې د پلوامه پېښه وشوه ما داسې محسوسه کړه چې د ښاغلي مودي حکومت دا کار د تاوتریخوالي د پیدا کولو لپاره وکړ".

عمران خان وايي د هند خلک باید په دې پوه شي چې د هند حکومت دا هر څه د انتخاباتو د ګټلو لپاره کوي او دا د برصغیر د دواړو هېوادونو له اصلي ستونځو سره هیڅ کار نه لري.

د عمران خان غوندې د پاکستان پوځ هم په وروستیو کې تور پورې کړی چې د نریندرا مودي حکومت دا هر څه د انتخاباتي کمپاین په توګه کوي، خو هند یې دا تورونه په کلکه رد کړي او پاکستان یې د جیش محمد وسلوالې ډلې په ملاتړ تورن کړی دی.

عمران خان په پلوامه برید کې یو ځل بیا د پاکستان لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې حکومت یې د وسلوالو ډلو په ضد ګامونه پورته کړي دي.

رایټرز خبري ایجنسۍ لیکي چې که څه هم د هند او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی اوس را کم شوی، خو وایي اوس هم د پاکستان فضايي حدود په بشپړه توګه پرانیستي نه دي او ډېرو نړیوالو پروازونو ته پر دې هېواد په تېرېدو کې ستونځه ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG