پاکستان دپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دمشن نوی مشر ارنیسټو ریګو دنهې په ورځ په دوه ورځني سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې پاکستاني چارو سره به لیدنې کوي.
د ایي ایم ایف وینا ده چې د ښاغلي ارنیسټو دا سفر یوازې تعارفي بڼه لري خو دپاکستان دخزانې پخواني صلاح کار سلمان شاه وایي چې دا یوه مهم سفر دی اؤ پکې به پاکستان دپاره دنړیوالې مالیاتي ادارې لخوا په ورکړل کیدونکي پور هم خبرې کولی شی.
امریکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې دخزانې پخواني صلاح کار ویلي “زما داطلاع په اساس د ایي ایم ایف سره دپاکستان ټولې معاملې سرته رسیدلي اؤ اوس دواړه خواوې ډير زر یو تړون کولی شي”
هرڅو که تر دې دمه په غوڅه توګه دا جذئیات مخې ته نه دي راغلي چې که ایي ایم ایف پاکستان ته پور ورکوي نو دا پور به څومره وي اقتصاد پوهه سلمان شاه وایي چې پاکستان ته به دخپلې موجوده مالي خسارې اؤ دبهرنیو پیسو ورکولو دپاره د شپږو نه نیولې تر ۱۰ اربو ډالرو اړتیا وي.
ایي ایم ایف پاکستان ته دپور ورکولو دپاره د وړاندې نه د خپلې مالیاتي خسارې په کمولو ،دټیکسونو په سیوا کولو اؤ د انرژۍ په څانګه کې په ګردشي پورونو دکموت راوستلو ټینګار کړی دی.
بل لوري ته د ناقانونه پیسو اؤ دترهګرۍ دپاره دمالي سرچینو دمخنیوي دپاره د نړیوالوې ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس(ای ټي ایف) مربوط د ایشیا پیسیفک ګروپ یو پلاوی هم دامهال دپاکستان په سفر دی .
د ای ټي ایف دا پلاوی څارنه کوي چې پاکستان ته یې دناقانونه پیسو اؤ دترهګرو دمالي سرچینو دمخنیوي دپاره کوم وړاندیزونه کړي وؤ هغې باندې یې تراوسه څومره عمل کړی دی؟
ای ټيایف تیرکال دناقانونه پیسو اؤ دترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی ؤ اؤ بیا یې پاکستان ته ددغه لسټ نه وتلو دپاره یو شمیرعملي ګامونه تجویز کړی وؤ.
پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.
خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.