لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په خلا کې د هند د سټیلایټ ضد توغندي ازموینې اندېښمن کړی


واشنګټن ـــــ پاکستان د هند د دې اقدام غندنه کړې، چې وایي په خلا کې یې د سټیلایټ ضد توغندي کامیابه ازموینه کړې ده او دا کار یې په خلا کې د وسلو د ځغل یوه هڅه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي: "خلا د انسانانو یو شریک میراث دی او هر ملت ته پکار ده په خلا کې له داسې هلو ځلو ډډه وکړي چې وسلوالې سیالۍ ته وده ورکوي".

هند همدا نن د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، چې خپلو خلایي اثاثو ته د پېښو ګواښونو د مخنيوي لپاره يې د يو سيټلايټ ضد توغندي ازموينه کړې خو وايي په خلا کې د وسلو د ځغل څه پلان نه لري.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي د دغې ازموينې ستاينه کړې، دا يې ستر پرمختګ بللی او ويلي يې دي چې تر امريکې، روس او چين وروسته هند څلورم هېواد دى چې دغه ډول سيټلايټ ضد وسله يې کارولې ده.

پاکستان په خپل غبرګون کې د هند نوم نه دی اخیستی خو د هند تر ازموینې سملاسي وروسته پاکستان خلایي جګړه د ټوکې په توګه د اوولسمې پېړۍ له هسپانوي ناول (ډان کیهوټې don quixote) سره برابر کړی او وایي په خلا کې جګړه "هسې خیال جګړه ده".

هند او پاکستان له 1947م کاله راهیسې تر ازادۍ وروسته د ترخو اړیکو تاریخ لري او تر منځ یې د کشمیر پر لانجمنه سیمه درې لویې جګړې شوې دي.

دفاعي څېړونکي وایي اوس چې هند فضایي ځواک شو نو دا وېره ورسره تړلې ده چې خلا د دواړو رقیبو هېوادونو تر منځ په وسلواله سیالۍ بدله شي.

بل لور ته د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هیله من دی چې ټول هېوادونه به په صادقانه توګه په خلا کې تلپاتي امن او ارامۍ ته پام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخپل بیان کې هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي هغه هېوادونه چې پخوا یې په خلا کې د ورته ازموینې په کلکه غندنه کړې، اوس به هم داسې نړیوالو آلاتو ته د ودې ورکولو لپاره تیاري کوي چې په خلا کې د پوځي خطر مخه ونیسي.

خو هند ویلي چې په خلا کې د وسلوالې سیالۍ اراده نه لري او نه یې خلایي ځواک کوم هېواد ته خطر یا د چا په خلاف دی، بلکې تل یې دا ویلي چې خلا باید د سوله ییزو مقصدونو لپاره وکارول شي.

که څه هم پاکستان د طاقتورو هېوادونو تر منځ د خلایي سیالۍ مخالفت کوي، خو یاد هېواد پخپله هم په خلایي ځغل کې د ګډون لپاره له پخوا راهیسې د سپارکو په نامه اداره لري چې غواړي پاکستان هم خلایي قوت جوړ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG