لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښايي د پاکستان اقتصادي ضرورتونه په راتلونکو دوه کلونو کې ۵۰ اربه ډالرو ته ورسي


په اقتصادي ستونزو کې ښکېل د پاکستاني اقتصاد د راتلونکې په اړوند پوهان وايي دا هېواد به په راتلونکو دوه کلونو کې ۵۰ اربه ډالرو ته اړتيا لري او اقتصادي ستونزې به يې نورې پسې سېوا شي.

د پاکستان د مرکزي بېنک پخواني ګورنر شاهد کار دار ويلي ښکاري چې د پاکستان ضرورتونه په راتلونکو دوه کلونو کې ۵۰ اربه ډالرو ته ورسي او د دې دپاره به دا هېواد نوې لنډ مهاله قرضونه اخلي.

د اېکسپرېس ټريبيون د رپوټ ترمخه ښاغلي کاردار ويلي که نړيواله مالياتي اداره (ايي اېم اېف) پاکستان ته قرض ورکړي هم، نو هغه به دومره ډېر نه وي چې د دې هېواد بهرني اقتصادي ضرورتونه پوره کړي.

نوموړي دا خبره په داسې مهال کړې چې پاکستان د خپلو اقتصادي ستونزو هوارولو په موخه ايي اېم اېف ته د قرضې دپاره خواست کړی دی.

د ايي اېم اېف او پاکستان تحریک انصاف د حکومت ترمنځه د قرضې په سر څو ځله خبرې شوي خو ختمي فېصله يې نه ده شوې او دا وخت هم د ايي اېم اېف پلاوی د پاکستان په سفر دی.

کار دار وايي ايي اېم اېف چې پاکستان ته څومره قرضه ورکړي نو په هغې کې به پاکستان ته يواځې شپږ اربه ډالره پاتې شي، خو د نوموړي په حساب پاکستان په کال کې ۲۵م اربه ډالرو ته اړتيا لري.

هغه وايي پاکستان ته چې دومره پېسې نه مېلاويږي نو لا د نورو مشکلاتو سره به مخ کيږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو وروسته وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ د اقتصادي مشکلاتو نه د وتلو دپاره ملک په سمدستي ډول ۱۲ اربه ډالرو ته اړتيا لري.

وروسته بيا سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او چين، پاکستان ته نزدې نهه اعشاريه دوه اربه ډالره قرضې ورکړي دي خو پاکستان بیا هم هڅه کوي چې د ايي اېم اېف نه قرضه ترلاسه کړي.

پوهان وايي پاکستان به په بهرنيو دوست هېوادونو انحصار وکړي خو داسې کول به ډېره ګرانه وي او کاردار وايي پاکستان د ډېرو کوششونو باوجود په دوه کاله کې يواځې ۳۵ اربه ډالره پوره کولی شي او دا يې بيا هم اقتصادي مشکلات نه شي ختمولی.

د راپور ترمخه په پاکستان بهرنۍ قرضې او په هغې اوړېدلی سود د ۱۰۰ اربه ډالرو نه اوختی دی او په دې کې يواځې د ۱۵ ډالرو رقم د اوږدې مودې دپاره په قرضونو کې بدلېدی شي.

پوهان وايي نړيوال بېنک، اسيايي پرمختيايي بېنک او ايي اېم اېف چې په اسانۍ سره او د اوږدې مودې دپاره قرضونه ورکوي خو پاکستان د نورو هېوادونو څخه ګرانې قرضې اخلي، او که د نړيوالو ادارو قرضې ترلاسه کوي نو د هغې دپاره به ورته په اساسي چوکاټ کې بدلون کول وي او هغه به د پاکستان دپاره ښه نه وي.

د اقتصادي چارو د کارپوهانو په وېنا ښکاري چې د ايي اېم اېف سره د قرضې په روانو خبرو کې چې کوم شرطونه وړاندې کيږي هغه د حکومت یه دپاره مسلې سېوا کړي او په راتلونکو دوه کلونو کې به په غربت کې اضافه وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG