واشنګټن ـــــ د پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان په پنجاب صوبه کې له پښتنو سره د توپیري چلند په ضد یو قرارداد منظور کړی، چې وایي دا د بشري حقونو او د پاکستان د آیین خلاف کار دی او باید مخه یې ونیول شي.
اسمبلۍ ته په وړاندې شوي قرارداد کې ویل شوي چې په پنجاب صوبه کې د 2015م کال د لنډمهالي استوګنې د قانون (ټمپرېري رېزیډینشل ایکټ) له مخې پښتانه ځورول کېږي او توپیري چلند ورسره کېږي. په قرارداد کې لیکل شوي:
"د دې قانون له مخې به په پنجاب کې د غیرپنجابي کرایه دارانو او د مکان د مالک تر منځ قرارداد په تاڼه کې درج کېږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ښه ګام دی، خو دا قانون په پنجاب کې یواځې د پښتنو خلاف استعمالېږي".
دغه قرارداد د پیپلز ګوند غړي صاحبزاده ثناءالله وړاندې کړی، هغه له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې وویل، چې له دې قانونه ناوړه ګټه اخیستل کېږي او په اساس یې عام مزدورکاره خلک ځورول کېږي:
"را روانه اوونۍ مرکزي وزیر شهریار اپریدي غونډه را بللې چې زما نوم هم پکې شامل دی، دې غونډې ته د پنجاب په ګډون د ټولو صوبو آی جیز [د پولیسو مشران] او سیکرټریان را بلل شوي چې په دې قانون بحث وشي".
په قرارداد کې ویل شوي چې د دې قانون له مخې په پنجاب کې د پاکستان د نورو قومونو خلک بلوڅان، سیندیان او کشمیریان کله هم نه دي نیول شوي. وایي له پښتنو سره داسې ظلم د پښتون دوښمني ده، چې وایي له دې څخه د هېواد د دوښمنانو ایجنډا ته تقویت رسېږي.
"دا ډول ګامونه نه یواځې له بنيادي انساني حقونو سرغړونه نه ده بلکې د پاکستان د آییني د 15مې مادې هم بشپړه خلاف ورزي ده".
په قرارداد کې ویل شوي چې په وروستیو کې د پنجاب په چکوال ښار کې د پښتونخوا د دیر سیمې مزدوران نیول شوي او د رجسټرېشن په نامه رشوت ځنې اخیستل شوی او د رجسټر کولو پر ځای د هغوی خلاف ایف ای آر درج شوی دی.
د پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان اسمبلۍ ته ویلي، د دې قانون په بنیاد د یوې ژبې خلک ځورول غیرقانوني کار دی او دوی به دا ستونځه د پنجاب له حکومت سره را پورته کوي:
"که له چا سره په پنجاب کې په دې بنیاد زیاتوب شوی وي نو له صوباي حکومت سره دې د مرستې لپاره رابطه وکړي، حکومت به یې ضرور پوښتنه کوي".
قرارداد نه یواځې په دې قانون کې د بدلون غوښتنه کړې بلکې له پنجاب حکومت سره یې په ځانګړې توګه د دې ستونځې د هواري لپاره د پارلماني کمېټۍ د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.
د پنجاب حکومت تر اوسه د پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد ته په جواب کې څه نه دي ویلي.
په پنجاب کې مېشت پښتانه او د دې صوبې په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې زده کوونکي پښتانه له تېرو څو کلونو راهیسې شکایت کوي، چې له دوی سره هلته د ژبې په بنیاد توپیري چلند کېږي او وخت په وخت د پولیسو له خوا ځورول کېږي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان دوه کاله وړاندې په دې اړه یو ټویټ کړی وو او په پنجاب کې یې له پښتنو سره توپیري چلند په کلکه غندلی وو:
"دا کار به کرکه پیدا کړي او دوی به په غیرارادي توګه د ترهګرو لاسونو ته واچوي".
عمران خان دا ټویټ وروسته له هغه کړی وو چې د لاهور پولیسو پښتنو تاجرانو ته امر کړی وو، چې له دوی سره دې ځانونه رجسټر کړي.