لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا:اووه کلن ماشوم له جنسي تیري وروسته وژل شوی


پولیس وایي دغه اووه کلن ماشوم دخیبر پښتونخوا دهریپور په خان پورسیمه کې وژل شوی چې مړی یې دسیمې خلکو تیره ورځ دسحر په خړه کې دیو ډيران څخه ترلاسه کړی دی.

دهريپور د پولیسو ویاند حسن عطاء الرحمان رسنیو ته ویلي چې د وژل شوي ماشوم پیژندګلو دعمر په نوم شوې چې د مارچ اباد سیمې اوسیدونکی ؤ.

پولیس وایي چې تر وژنې وړاندې په دغه ماشوم جنسي تیری شوی اؤ‌ بیا ورله په مرۍ زور کړل شوي اؤ وژل شوی دی.

دپولیسو د وینا له مخې په پېښه کې ککړ تن نیول شوی اؤ په ضد یې مقدمه درج شوې ده.

پولیس وایي ورته معلومه شوې ده چې وژل شوی ماشوم د اول جماعت طالبعلم ؤ اؤ نزدې وختونو کې یې په شوي امتحان یا ازموئنه کې ۹۲فیصده نمبرې ترلاسه کړې وې.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې په ماشومانو دجنسي تیري اؤ دهغوئ د وژنو پېښو کې داندېښنو ترحده اضافه شوې ده اؤ د روان کال په پیل کې پولیسو سینیټ ته ویلي وؤ چې دتیرو پینځوؤ کالو په مهال یوازې پلازمینه اسلام اباد د۳۰۰ نه زیاتو ماشومانو باندې جنسي تیری شوی دی.

تر دې وړاندې یو بل راپور کې ویل شوي وؤ ګې پنجاب صوبه کې په کال ۲۰۱۶م کې۶۴۵ اؤ ۲۰۱۷م کې ۶۵۲ ماشومانو باندې جنسي تیری شوی ؤ.

دجنسي تیري ښکار دغو ماشومانو کې ۲۵۲ جینکۍ اؤ۱۰۴۵هلکان شامل دي.

هم دغه راز پنجاب کې ۴۳ماشومان له جنسي تیري وروسته وژل شوي هم دي.

خو دپنجاب تر څنګ په خیبر پښتونخوا سیمو کې هم په ماشومانونو دجنسي تیري ګڼې پېښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې دماشومانو دحقونو غیر دولتي سازمان ساحل پخپل یو راپور کې ویلي چې دتیرکال په وړومبیو شپږو میاشتو کې په پاکستان کې په ماشومانو د جنسي تیري اؤ دهغوئ د وژنو پېښو کې ۳۲ فیصده اضافه شوې وه.

دساحل په راپور کې ویل شوي چې په ګرد هیواد کې په ماشومانو د جنسي تیري اؤ دهغوئ د وژنې ۲۳۲۲ پېښې په ورځپاڼو کې رپورټ شوي دي.

تر دې وړاندې په کال ۲۰۱۷م کې په وړومبیو شپږو میاشتو کې دغسې ۱۷۶۴ پېښې ثبت شوې وې.

ساحل وایي په پاکستان هره ورځ نهه ماشومان د جنسي زیاتو د پېښو سره مخ کیږي.

د غیر دولتي ادارې ساحل مشره منزه بانو په پاکستان کې د ماشومانو سره کیدونکي جنسي پېښو په زیاتوالي وي او ای ډیوه ته ویلي، دغه شان پېښې په ګرده نړۍ کې ترسره کیږي خو د نورو هیوادونو په پرتله پاکستان کې د داسې پېښو د مخ نیوي لپاره مناسب او موثره ګامونه نه پورته کیږي.

میرمن بانو وايي که عدالتي فیصلې زر وشي او مخالفه ډلې مصالحت ته پرې نه ښودل شي او د متاثره ماشومانو او کورنیو د ذهني او اعصابي مرستو لپاره مرکزونه جوړ شي نو دغه شان پېښو مخ نیوي کې به کامیابي ترلاسه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG