لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مهم خبرونه


واشنګټن: سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا او چین د سواګرۍ مذاکره کونکو د جمعې په ورځ د پیکنګ په خبرو کې پرمختګ وکړ او دغه خبرې به راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې دوام وکړي.

دواړه غاړې په دې کار کوي چې د ۲۵۰ بیلینو ډالرو په ارزښت امریکا ته د چین په وارداتي توکو او چین ته د امریکا د ۱۱۰ بیلینو ډالرو په ارزښت د صادراتي توکو پر سر د تېرو اتو میاشتو راهیسې لګول شوي ټکسونه لېرې کړي.

دغه وروستۍ خبرې په داسې حال کې شوي چې د اقتصادي کارپوهانو د ادارې لخوا په یوه راپور کې راغلي دي چې له چین سره د امریکا سوداګریز کسر په ۲۰۱۸ کال کې بیا زیات شوی.

------------------

د وینزویلا لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په وینزویلا کې د روسي سرتیرو د شتون له امله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته د اقتصادي بندیزونو په ګډون یو شمېر لارې چارې په مخ کې دي.

ایلیټ ابرامز د جمعې په ورځ په بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل:

زه به دومره ووایم چې مونږ ته ټولې لارې شته او زه فکر کوم چې دا به د روسانو لپاره یوه غلطي وي چې فکر وکړي دوی به هلته ازاد لاس ولري.

په ورته وخت کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي چې دوی به په وینزویلا کې له اړینو خلکو سره د خوړو، درملو او نورو ضروري توکو په برخه کې مرسته وکړي.

دوی دا هم ویلي چې په لومړۍ دوره کې به له ۶۵۰۰۰۰ کسانو سره مرسته وکړي او د مرستو وېشل به په دوو اونیو کې پېل شي.

------------------

د عراق وکیلان غواړي چې داعشیان نه یواځې د خپلو جرمونو لپاره بندي شي او د مرګ سزا وویني بلکه دوی باید د خپلو جورمونو په بدل کې پیسې هم ورکړي.

د عراق د ولسي جرګې مشر د جمعې په ورځ وویل، عراقیانو ته باید د جرمونو په مالي بدله هم ورکړل شي.

محمد الحلبوسي دا و نه ویل چې دوی به د جرمونو مالي تاوان څومره او څه ډول ټاکي خو دا یې وویل چې دوی به د داعش له بهرنيو جنګیاليو هم دغه تاوانونه اخلي.

---------------

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریس له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې ددغې ادارې سوله ساتي ځواکونه دې په پرمختللیو وسایلو سمبال کړای شي.

ګوتېرېس دغ غوښتنه په هغې غونډه کې وکړه چې تر شلو زیاتو ددفاع وزیرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او ډپلوماټانو پکې ګډون کړی وو.

هغه وړاندې وویل، د سوله ساتو سرتېرو د لېږد رالېږد لپاره باید زرې یا د ګولیو ضد موټرې ورکړل شي او په افریقا کې د دوی ماموریت ته باید هیلې کوپټرې ورکړل شي تر څو د دوی ټپیان پکې پر وخت روغتون ته ورسول شي.

------------

په غزه کې له اسرايل سره په پوله په ګڼ شمېر ځوانان د ماښام نه تر سهاره پاېپي بمونه او شورشورۍ ډزوي تر څو په فلسطیني لاریون کونکو باندې د اسرایلي ځواکونو د تېر کال د بریدونو یاد را تازه کړي.

د اسرایلي ځواکونو په دغو بریدونو کې له ۲۰۰ نه زيات فلسطيني وګړي وژل شوي وو.

د دغې دستورو مشران وايې د شپې په وخت د اسرايل سره په پوله د آتش بازۍ مقصد د اسرايلي پوځونو وار خطا کول دي او د پولې سره په ۳۰ ميله کې پراته د اسرايل په کلیو کې د اسرايلي وګړو د حوصلې ماتول دي.
هر څه که د دغې لړۍ درنې مظاهرې به د خالي په ورځ کېږي خو د فلسطين ځوانان د وړاندې نه په پوله هره شپه په لاؤډسپيکرو د وطن سره د مينې نغمې په اوچت آواز خپروي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG