لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شکیله ناز به نوؤ سندرغاړو ته هنري زده کړې ورکوي


شکیله ناز

د پښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز وایي‌ اتویشت کاله وروسته چې دپښتو سندرو مینه والو دهغې دنوي سندریز البم “نوی ژوند” څومره تود هرکلی کړی هغه معیاري اؤ مقصدي موسیقۍ ته د نوي کول تنده ښایي.

شکیله ناز ویلي ډیر زر به دپاکستان دننه اؤ بهر د موسیقۍ د مینه والو دپاره هنري اکیډمۍ پرانزۍ چې پکې به دنوي کول پیغلو اؤ ځوانانو ته پخپله هنري زده کړې ورکوي.

شکیله ناز چې اتویشت کاله یې دموسیقۍ د نړۍ نه یوې ډډې ته تیرکړي وؤ تیره میاشت یې دنوي ژوند په نوم یو نوی سندریز البم ریلیز شوی چې په ټولنیزو رسنیو ددغه البم سندرې په سوونو پښتنو یو بل سره شریکې کړې دي.

وائس اف امریکا ډيوه سره ځانګړو خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي پخپل نوي سندریز البم کې هغې ټولې دسنجیده مزاج غزلې اؤ نظمونه ویلي خو ددې ترڅنګ یې پکې دځوان کول د طبعې ساتلو دپاره خپلې زړې کلاسیکي اؤ فولکلوري سندرې هم دګرمو سازونو سره په نوې بڼه ویلي اؤ خلکو ډیرې خوښې کړي.

دشکیله ناز په وینا” زه خوشحاله یم چې زمونږ ډیر هنرمندان اوس مقصدي اؤ معیاري موسیقي خپلو مینه والو ته ورکوي، په کلام،کمپوزیشن،سازونو،اؤ ویډیوز یې خاص توجو ورکوي،اؤ دا هغه څه دي چې دموسیقۍ دمینه والو رشته دخپلې ژبې دسندرو سره قائم ساتي”

خو هغه داهم وایي چې ځینې هنرمندان بیا دمارکیټ دتقاضو په چکر کې دخپل ځان اؤ هنر سره زیاتی کوي اؤ داسې سندرې وایي هیڅ په درد نه دوا کیږي

“زه دا ځېنې ځېنې سندرغاړي ګورم چې په داسې شاعرۍ اؤ موسیقۍ خپل اؤ دموسیقۍ دمینه والو وخت بربادوي چې دهغې هیڅ مقصد نه وي”

هغه وایي دغه غیرمعیاري سندرې که هر څو دې نوؤ فنکارانو ته په عارضي توګه دڅو پیسو ګټه رسولی شي خو دوئ ته دفنکار په توګه ژوند نه شي ورکولی.

“چې هر کله یو فنکار په یوه شپه کې درې اؤ څلور البمونه ریکارډ کوي نو دهغې معیار به څه وي،؟ ظاهره ده چې دغه سندرې به مارکیټ کې یوازې یو ځل اوریدل کیږي اؤ بیا به نه څوک ددغه سندرې نوم په خوله اخلي اؤ نه یې دسندرغاړي”

شکیله ناز زیاته کړه چې هغې دپښتو موسیقۍ تر ټولو لویو استاذانو رفیق شینواري،فرخ سیر شمع،راحدت حسین،استاد شیرافګن، فضل ربي پردیسي اؤ نورو نه زده کړې کړي خو اوس هم چې هرکله یو کلام ریکارډ کوي نو دتسلۍ دپاره پرې لږ تر لږه یوه میاشت وخت مصرفوي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې هغې وویل په نوي کول کې دسندرو اوریدلو اؤ ویلو شوق شته خو هغوئ ته چا ښودنه نه ده کړې چې موسیقي څه شی دی اؤ باید په څومره سپیځلي ډول دغه دنده ترسره کړل شي

هغه وایي “اوس خو شکر دی خلکو تعلیمونه وکړل، جینکۍ اؤ هلکان دومره ډاډه شوي اؤ دفن مینه لري چې یوازې سندرې نه وایي بلکې دموسیقۍ دمختلفو الاتو غږولو زده کړې هم کوي اؤ دا یو ښه شګون دی”

شکیله ناز وایي په پام کې لري چې په نزدې وختونو کې د موسیقۍ دتکړه استاذانو د یو ټیم په ملتیا د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې هنري اکیدمۍ پرانزي اؤ له دغې لارې د نوي کول هنرمندانو ته دهنر روزنه ورکړي

XS
SM
MD
LG