لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر مرستیال رشید دوستم په يوه حمله کې بچ شوی


د دوستم د جنبش گوند ویاند بشیر احمد تینج، ویلي دي چې د ښاغلي دوستم د موټرو په قافله باندې د مزارشریف نه جوزجان ولایت ته د بیرته تللو په وخت وسله والو بريد وکړو.

تر اوسه هیڅ یوې ډلې ددغه برید ذمه واري په غاړه نه د ه اخستې . دا د تیر کال راهسیې چې ښاغلی دوستم بیرته افغانستان ته راغلی ، په هغه باندې دوهم برید دی.

شاوخوا اته میاشتې وړاندې هم د هغه د موټرو پر کاروان باندې هغه وخت ځانمرگی برید وشو چې دی له ترکي نه افغانستان ته راغی.

د دې ترڅنګ د افغانستان په بېلا بيلو ولايتونو کې هم يو شمېر خونړي بريدونه شوي دي.

د افغانستان په ناآرامه غزني ولايت کې د خالي يا شنبې په ورځ په يو سکول د مارټرګولو په بريد کې لږ تر لږه څلور د سکول ماشومان وژل شوي او د دوه استاذانو په ګډون پکې ۱۵ نور ماشومان ژوبل شوي دي،

دا پېښه په داسې حال مخې ته راغلې ده چې طالبانو د دغې ولايت شمال شرقي اولس والي قبضه کولو لپاره په حکومتي عسکرو بريدونه کول، په دغه جګړه کې د غزني په سکول هم د مارټر ګولې غورځيدلي چې معلومه نه ده د طالبانو لخوا دغه بريدونه شوي او که د افغان عسکرو لخوا،

د غزني ولايت وياند عارف نوري وي او ای ته ويلي حکومت د دغې پېښې پلټنې کوي چې سکول د مارټر ګولې د چا لخوا ويشتل شوي دي.

بلخوا د بدخشان په ارغنج خوا اولس والۍ کې هم د خالي په ورځ د افغان عسکرو او طالبانو تر مينځه انښتې شوي د ارغنج خوا اولس والۍ حکومتي وياند وي او ای ته ويلي په دغه انښتو کې څلور افغان عسکر وژل شوي، د ولايتي شورا غړی طاهره عالميار ويلي د جمې په ورځ هم طالبانو د لسو نه زيات افغان عسکر وژلي او پينځه يې ژوندي بوتلي دي.

د طالبانو وياند دعوه کړې وسله والو د دغې اولس والۍ د پوليسو مرکز نيولی او يو شمير پوځي ګاډي او درنه وسله يې په خپله ولقه کې ا خستې ده،

هم دغه شان د افغانستان د زابل ولايت چارواکو هم ويلي د خالي يا شنبې په ورځ سحر د شهر صفا اولس والۍ په يوه پوسته کې يو پولیس خپل اته ملګري پولیس په ډزو وژلي، په بريد کونکي پوليس شک کېږي چې د طالبانو سره يې اړيکې لرلې.

د زابل ولايت د پوليس وياند آصف توخي وي او ای ته د دغې پېښې پخلې کړی خو نور تفصيل ېي نه د ی ورکړی.

طالبانو د دغې بريد پړه په غاړه اخستې ده او ويلي دي ددوي يو ملګري اته حکومت پلوه عسکر وژلي او يو يې ژوندی هم نيولی د ی.

افغان چارواکو د زيارت يا پنج شنبې په شپه هم په غزني کې د طالبانو لخوا په يو بريد کې د پوليسو د يو مشر په ګډون د ۱۵ عسکرو د وژل کېدو تصديق کړی. طالبانو د اګست په مياشت کې هم د غزني سرښار نيولو هڅه کړې وه خو د امريکايې هوايې ځواکونو په مرسته افغان عسکرو په شا تنبولي وو.

په افغانستان کې تېره هفته ۳۵ افغانان په جګړو کې وژل شوي وو چې پکې ۲۰ ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې وې، ملګرو ملتونو د دې خبرې پخلی کړی چې په افغانستان کې ۹۰٪ اولسي مرګ ژوبله له افغان عسکرو او امريکايې هوايې حملو د لاسه کېږي. ملګرو ملتونو ويلي تېرکال په افغانستان کې ۳۸۰۰ عام ملکي وګړي وژل شوي وو چې پکې ۹۲۷ ماشومان هم وو دغه په افغانستان کې په تېرو لسو کالو کې د اولسي وګړو تو ټولو زياته مرګ ژوبله ده.

په افغانستان کې د پسرلي په نوي کېدلو په اکثرو ولايتونو کې جګړه تونده شوې ده په داسې حال چې امريکا هڅې کوي چې د طالبانو سره سوله اوکړي او په نتيجه کې يې په دغه هېواد کې روانه ۱۸ کلنه جګړه پاېې ته ورسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG