لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني دسولې په اړوند مهمو سیاسي مشرانو سره مشورې کړي


دفغانستان ولسمشر اشرف غني دهیواد دیو شمیر مهمو سیاسي مشرانو سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې دسولې د روان بهیر په اړوند مشورې کړي اؤ دهغوئ نظرونه یې اوریدلي .

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دغه لیدنه دشنبې په ورځ شوې چې پکې پخواني ولسمشر حامدکرزي،استاد عبدالرب رسول سیاف،د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا رئیس استاد محمدکریم خلیلي برخه لرله.

بیان کې ویل شوي چې ولسمشر ته په دغه لیدنه کې یادو شخصیتونو د سولې په پروسه کې د جریانونو، اقشارو او نویو واقعیتونو څخه د غوره استازیتوب په موخه خپلې مشورې وړاندې کړې دي.

دافغانستان سیاسي مشرانو ولسمشر اشرف غني سره دا لیدنه په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې ده دوه اوونۍ وروسته(په۱۵م اپریل) به دحامد کرزي په مشرۍ د افغانستان بیلابیل سیاسي مشران په قطر کې د افغان سولې په اړوند طالبانو سره خپله دوهمه غونډه ترسره کړي.

تر دې وړاندې د روان کال دفبرورۍ په ۱۶ مه په ماسکو کې دطالبانو اؤ افغان سیاستمدارانو ترمینځ‌ یوه مهمه غونډه شوې وه چې افغان دولت ورسره مخالفت ښودلی ؤ.

دماسکو په تیره غونډه کې ۴۰ افغان سیاسي مشرانو برخه لرله چې مشري یې پخواني ولسمشر حامد کرزي کوله اؤ دحامد کرزي دفتر وایي چې داځل به دقطر غونډه کې ۸۰ پورې شخصیات د حامد کرزي په مشرۍ برخه ولري.

افغان دولت ټینګار کوي چې دسولې خبرې باید د دولت اؤ طالبانو ترمینځ وشي خو طالبانو دریځ خپل کړی چې ترڅو افغانستان څخه په بشپړ ډول بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ افغان دولت سره خبرو ته نه کښیني.

طالبان وایي افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کوي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې طالبانو سره څو کرته دسولې مزاکرات کړي اؤ نوموړي د وروستیو خبرو (چې په روانه میاشت کې ترسره شوي ) وروسته ویلي وؤ چې طالبانو سره یې په مزاکراتو “حقیقي پرمختګ” شوی

نړیوالې رسنۍ دعوې کوي چې طالبان اؤ امریکا افغانستان کې د یو لندمهاله دولت په رامینځته کولو صلاح شوي چې پکې به دطالبانو په ګډون ټولو سیاسي ګوندونو ته استازیتوب ورکولی شي.

خو امریکا یا طالبانو تر اوسه ددې دعوؤ پخلی نه دی کړی.

دافغانستان دملي امنیت مشارو حمدالله محب تیره اوونۍ امریکا ته دخپل سفر په مهال په زلمي خلیلزاد تور لګولی ؤ چې د سولې په خبرو کې یې قصداً افغان دولت یوې ډډې ته ساتلی اؤ غواړي چې پخپله افغانستان کې اقتدار ته ورسیږي .

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب دا تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ اؤ ویلي یې ؤؤ دافغان چارواکو داسې څرګندونې افغانستان کې د سولې مخې ته خنډان راولاړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG