لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مهم خبرونه


واشنګټن: د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند د یکشنبې یا اتوار د ورځې په سیمیزو ټاکنو کې زیاتې څوکۍ له لاسه ورکړې او داسې ښکاري چې مخالف ګوند په پلازمېنې انقره کې هم ګټلې ده.

په استنبول کې د ټاکنو پایلې سره ډېرې نږدې دي او مخالفین په ټاکنو کې د درغلیو ادعاوې هم کوي.

اردوغان په استنبول کې خبریالانو ته په خبرو کې دا ومنله چې د ده د عدالت او پراختیا په نامه ګوند په ټاکنو کې څوکۍ له لاسه ورکړي او له دې باید زده کړه وشي.

هغه وویل، مونږ ګټلي هم دي او بایللي هم او یو ځل بیا یې ژمنه وکړه چې د اقتصادي پرمختګ لپاره به نوي ګامونه پورته کړي.

-------------------

د وینزویلا ولسمشر نیکالوس مدورو په دولتي تلویزیون باندې د یکشنبې یا اتوار د ورځې په خبرو اعلان وکړ چې هر څوک به د ۳۰ ورځو لپاره په یو ټاکل شوې اندازه برښنا کاروي.

د مدورو په وینا له دې سره به حکومت په دې وتوانېږي چې په هېواد کې د اوبو او ټیلیفونونو ستونزه حل کړي.

مدورو دا هم وویل، چې ښونځي به همداسې تړلي پاتې وي او کاري ورځ به هم د یوې میاشتې پورې نیمه وي.

د یکشنبې په ورځ د وینزویلا اوسېدونکي د برښنا د کموالي له امله لاریونونه وکړل، په سړکونو یې اورونه بل کړي وو او د ولسمشر مدورو پرضد یې شعارونه ورکول.

---------------

د نیپال په جنوبي برخو کې د یو زورو طوفان له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او شاخوا ۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

په دغه طوفان او توندې سیلۍ کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي، ونې غورځېدلي او زیاتې موټرې چپه شوي دي.

د رم بابو پټل په نامه یو ۴۵ کلن سړي د فرانسې خبري رسني ته وویل چې په دغه طوفان کې یې ښځه مړه شوې، کور یې ویجاړ شوی او هر څه یې له لاسه ورکړي.

--------------

چین د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، دوی به د فنټنیل سره تړلي ټول توکي د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه په هغه لست کې واچوي چې تر کنټرول لاندې دي.

امریکايي چارواکو د اوږدې مودې راهیسې ددغه کار لپاره کمپاین کاوه.

فنټنیل هغه نشي توکی دی چې د امریکايي چارواکو په وینا په امریکا کې ترې هر کال د زیاتو اخېستلو له امله په لسګونو زره کسان مړه کېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېر کال ویلي و چې که چین په فنټنیل باندې بندیز ولګوي نو له دې سره لوبه بدله شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG