لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لاين اف کنټرول درې پاکستاني پوځيان وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي په لاين اف کنټرول (اېل او سي) باندې په راولاکوټ سيمه کې د هندي پوځ په ډزو کې درې پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له قوله ويلي په رک چکري سېکټر باندې د هند پوځ ناتاره ډزې کړي دي.

ويل شوي د هند د پوځ په ډزو کې صوبېدار محمد رياض، لانس حوالدار عزيزالله او سپاهي شاهد وژل شوي دي.

په بيان کې ادعا شوې د پاکستان پوځ د هند د پوځ پرضد ځوابي ډزې کړي او د هندي پوځيانو د وژلو ادعا يې کړې ده.

خو په رسنیو کې هندي ځواکونو ته د اوختې مرګ ژوبلې په اړوند کوم خبر مخې ته نه دی راغلی.

د هندي او پاکستاني کشمير په وېشونکې پوله وخت په وخت د دواړو هېوادونو لخوا د يو بل پرضد ادعاوې کيږي چې د پولې سرغړونه کوي.

د فرورۍ په مياشت کې چې د هندي کشمیر په پلوامه کې د هندي ځواکونو په کاروان ځانمرګی بريد شوی او د ۴۰ نه زيات سرتیري يې پکې وژل شوي د دواړو هېوادونو اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG