لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د فضایي حدودو بندښت افغان هوایي کمپنۍ لکونه ډالر تاواني کړې


واشنګټن ــــ د هند او پاکستان د وروستۍ شخړې په نتیجه کې د پاکستان د فضايي حدودو تړل کېدو هند ته د هغو افغانانو تګ راتګ له خنډ سره مخ کړی، چې د ناروغانو د درملنې، تعلیم او تجارت لپاره هره ورځ له هوایي لارې هند ته سفرونه کوي.

رایټرز خبري ایجنسۍ لیکي چې د پاکستان د فضایي حدودو بندښت د هند او افغانستان تر منځ تجارتي او مسافر وړونکې الوتکې دې ته مجبوره کړې دي، چې د ایران له لارې په دوه چنده پرواز هند ته سفر وکړي.

د کابل یو دوکاندار 37 کلن قاسم وایي، د شوګر ناروغۍ د درملنې لپاره په پرله پسې توګه هند ته سفر کوي، خو وایي اوس نوي ډیلي ته د الوتکې ټکټ دوه چنده ګران شوی او د دواړو خواوو 700 ډالره کرایه ورکوي:

"زما ټول درمل تمام شوي او زه باید ژر بیرته هند ته لاړ شم. ځینې ملګري مې په هند کې ایسار دي چې د را ستنېدو کرایه نه شي پرې کولای".

پاکستان خپل فضایي حدود په تېره فرورۍ میاشت کې وروسته له هغه د نړیوالو پروازونو لپاره بند کړل، چې هند د کشمیر په پلوامه برید کې د لاس لرلو په تور د پاکستان د پښتونخوا په بالاکوټ کې د جیش محمد ډلې پر روزنیز مرکز د برید دعوه وکړه او بیا دواړو هېوادونو د یو بل د جنګي الوتکو د را غورځولو دعوې وکړې.

رایټرز لیکي چې د ایران له لارې هند ته دا سفر اوږدېږي او پخوا چې به د کابل او هند تر منځ کوم پرواز دوه نیمې ګنټې وخت اخیست هغه اوس پینځه ګنټې وخت اخلي، چې وایي له کبله یې الوتکه زیات تېل خوري او کرایه یې زیاته شوې چې مسافر یې زیات اغېزمن کړي دي.

یو بل 25 کلن افغان زده کوونکی عبدالرحمن میرزایي چې د هند د هریانا ایالت په پوهنتون کې د ماسټرۍ زدکړې کوي وایي، داسې نه ښکاري چې د ګرمۍ راتلونکې رخصتۍ به په افغانستان کې تېرې کړي، ځکه چې وایي د الوتکې لوړې کرایې نه شي پرې کولای.

"دا د عامو افغانانو او افغان زده کوونکو لپاره ډېر بد وخت دی، اکثر زده کوونکي چې هند ته د زدکړو لپاره راغلي دي هغوی شتمن نه دي او د الوتکې ټکټ نه شي اخیستلای".

په دې وروستیو کې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر چمن او تورخم دروازو د افغانانو تګ راتګ تر پخوا ستونځمن شوی، نو ډېری افغانانو نه یواځې د اعلی تعلیم لپاره بلکې د ناروغانو د درملنې او تجارت لپاره هم هند ته مخه کړې ده.

په وچه کې را ګېر افغانستان که په وروستیو کې له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې دې هېواد ته د رسایۍ لپاره د ایران له چابهار بندره ګټه اخیستې، خو بلې خواته د پاکستان د فضایي حدودو بندښت هند ته د عامو افغانانو په ګډون د سوداګرو تګ راتګ هم له خنډ سره مخ کړی دی.

که څه هم د پاکستان فضایي اداره (سیول اېوي اېشن) وایي، خپل فضایي حدود یې د تجارتي پروازونو پر مخ پرانیستي او خپل اکثر لوی هوایي ډګرونه یې فعال دي، خو ځینې نړیوال پروازونه اوس هم د پاکستان له فضایي حدودو د تېرېدو اجازه نه لري.

رایټرز لیکي چې د افغانستان اریانا او کام اېر هوایي کمپنیو تېره میاشت د پاکستان د فضایي حدودو د بندښت له کبله ډېره تاوان کړی دی. رپوټ لیکي چې اریانا 550,000 ډالره او کام اېر 1 میلین ډالره تاوان کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG