لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قرېشي: د پاکستان او امريکې اړيکې د سيمې د سولي او ثبات دپاره ډېرې مهمې دي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د خپل امریکايي سيال سره په خبرو کې ويلي، د پاکستان او امريکې اړيکې د سيمې د سولې او ثبات دپاره ډېرې مهمې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي شاه محمود قرېشي د نهې، سه شنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو سره په ټيليفون خبرې کړي او دواړه په سیمه کې په روانو حالاتو غږېدلي دي.

قرېشي په سيمه کې د روان کړکېچ په کمولو د امریکا کردار او هڅې ستايلي دي.

په وروستيو کې د پاکستان او هند ترمنځ د تاؤ تريخوالي په مهال د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ويلي ؤ امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د تاؤ تريخوالو کمولو هڅه کوي او پمپيو د دواړو هېوادونو د سيالانو سره خبرې هم کړې وې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي قرېشي په ملک کې د ترهګرۍ پرضد قامي تګلارې باندې د عمل کولو په اړوند پرمختګ او هڅو باندې پمپيو خبر کړی دی.

او نوموړي په امريکا ټينګار کړی چې د پاکستان او هند ترمنځ د خبرو بيرته پر ځای کولو کې خپل رول ولوبوي چې ټولې شخړې هوارې شي.

د بهرنيو چارو وزارت ترمخه دواړو سيالانو د افغانستان د سولې د خبرو د روان عمل په هڅو دوامدارو ساتلو موافقه کړې ده.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خليلزاد د سيمې د هېوادونو په سفر دی او امکان څرګند کړی شوی نوموړی به د پاکستان سفر هم وکړي.

شاه محمود قرېشي دريځ څرګند کړی چې بېن الافغاني خبرې د روغې جوړې د خبرو دپاره ډېرې مهمې دي.

د دغو خبرو په اړوند پمپيو يا د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی خو د هند او پاکستان د تاؤ تریخوالي په وخت نوموړي ويلي ؤ امریکا د ترهګرۍ پرضد د هند سره ولاړه ده.

نوموړي په دواړو هېوادونو د کړکېچ کمولو ترڅنګ په پاکستان غږ کړی ؤ چې په خپله خاوره ترهګرو ته خوندي ځای ور نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG