لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دملر راپور کې دصدر ټرمپ په ضد مهم شهاتونه شته،دپلټنو افسران


دامریکا دصدارتي ټاکنو په مهال د ډانلډ ټرمپ اؤ روسیې ترمینځ د سازباز معلومولو دپاره د رابرټ ملر په مشرۍ دټاکل شوې پلټنیزې ډلې ځینو غړو ښکاره کړې چې دهغوئ تحقیقاتي راپور کې د صدر ټرمپ په ضد ځېنې مهم شهادتونه موجود دي.

امریکایي ورڅپاڼو نیویارک ټائمز اؤ واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ خپلو راپورونو کې دعوې کړي چې د رابرټ ملر د ډلې غړي د لویې څارنوال ولیم برکي ددې خبرې سره متفق نه دي چې ګنې په راپور کې داسې شهادتونه چې د صدر ټرمپ په ضد دګامونو اخستو لامل شي.

لویې څارنوال په ۲۴م مارچ د رابرټ ملر د راپور دڅلورو پاڼو لنډیز دیو لیک په بڼه د کانګریس غړو ته لیږلی ؤ.

په دغه لیک کې لویې څارنال ویلي وؤ چې رابرټ ملر پخپل راپور کې دا نه دي ویلي چې صدر ټرمپ دځان په ضد دلګول شوؤ تورونو د پلټنو لاره کې خنډان راولاړ کړي وؤ خو په لیک ترمخه ملر صدر ټرمپ ددې تورونو څخه بیخي پاک هم نه دی ګرځولی.

لویې څارنوال زیاته کړې وه چې درابرټ ملر په راپور کې دصدر ټرمپ په بابله دکومې غوڅې پائیلې یا وړاندیز د نشتوالي له امله هغه اؤ مرستیال څارنوال روډ روز نسټین دې نتیجې ته رسیدلي چې د صدر په ضد د هیڅ قسمه ګام اخستلو څه قانوني جواز نه پاتې کیږي.

خو نیویارک ټائمز اؤ واشنګټن پوسټ ورځپاڼو ویلي چې د رابرټ ملر د ډلې پلټنونکو دریځ خپل کړی چې لویې څارنوال دهغوئ د پلټنو پائیلي په سمه توګه نه دي وړاندې کړي.

واشنګټن پوسټ پخپل راپور کې دعوه کړې ده چې د ملر دډلې غړي باوري دي چې هغوئ د صدر ټرمپ په ضد د پلټنو په لړ کې دخنډانو راولاړولو په اړوند کوم شواهد راټول کړي دي هغه ډير زیات مهم اؤ دسنګینې بڼې دي.

نیویارک ټائمز لیکلي چې رابرټ ملر د ډلې ځېنې غړي اندېښمن دي چې د لویې څارنوال ددې لنډیز له امله به دبشپړ راپور تر خپریدو وړاندې د یوه ځانګړې رایه جوړه شي.

په کانګریس کې د ډيموکراټانو دګوند غړو اؤ ځېنو نورو حلقو هم د سترڅارنوال لخوا په لیږل شوي وړاندیز بې باوري ښکاره کړې اؤ دبشپړ راپور دخپرؤلو غوښتنې کوي.

دکانګریس دفشار نه وروسته لویې څارنوال اعلان کړی چې هغه اؤ ډله یې د راپور جاج اخلي اؤ ددغه راپور څخه د حساسو معلوماتو له ویستلو وروسته به داپریل تر نیمایي ددې راپور مسوده خپره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG